په هستوي انرژۍ اداره کې د بریښنایې پیژندپاڼو د ویش لړۍ پیل شوه
![روند ثبت نام و بایومتریک کارمندان اداره انرژی هستوی جهت توزیع تذکره الکترونیکی تکمیل گردید.](/sites/default/files/2020-10/99827cdd-fa2e-4c01-9cb7-c30f80bdc19a.jpg)
د افغانستان د هستوي انرژۍ په اداره کې د احصایوي او معلوماتي ملي اداري لخوا د ۱۳۹۹/۰۸/۰۱ نېټه د بریښنایې پیژندپاڼو چارې پیل شوې.
د هستوي انرژۍ اداري مشر ښاغلي ډاکتر طاهر شاران وویل ټول کارکوونکي دې باید په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.
د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ډاکتر طاهر شاران په دې اداره کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د سیار ټیم چارې له نږدې وکتلې او لارښوونه یې وکړه چې د یاد اداري ټول کارکوونکي دي باید د برېښنايي پېژندپاڼو د اخېستلو لپاره نوم لیکنه وکړي او په دې ملي پروسه کې برخه واخلي. په اوسنیو شرایطو کې د چارو د لا ښه سمبالښت او په ملي پروسو کې د روڼتیا په موخه د برېښنايي پېژندپاڼو اخیستل خورا اړین دي.