د ایران هیواد د Fellowship پرګرام راپور

media-aahec

دا پروګرام د نړیوالي اټومي انرژۍ اژانس په مالي مرسته په ایران هیواد کې په لاره اچول شوی وو. او موخه یې د راډیو تراپي مرکزونو ته د جوازنو د قوانیونو او مقرراتو په شرایطو بحثونه وو، او همداراز د قوانینو او مقرراتو، د مربوطه مقرراتو کتنه، د روغتونونو د راډیوتراپي برخي کتنه او کنترول، د تفتیش پروسه او د ۳ رادیوتراپي مرکزونو کتنه هم تر سره شوه. او همدارنګه په دي پروګرام کې د مقرراتو په جوړښت، د جوازونو د صادرولو او اجازه نامو طرزالمعمل، د راډیوتراپي مرکزونو تفتیش په اړه ګډون والو ته معلومات وړاندي شول چې په دي پروګرام کې ښاغلي سید نعیم شهاب او ښاغلي اول خان توتاخیل ددي اداري په نمایندګۍ ګډوند درلود.