هستوي انرژۍ اداري کې اداري غونډه تر سره شوه

aaehc-af
د هستوي انرژۍ اداري کې اداري غونډه تر سره شوه

د اداري غونډو په دوام هغه اختصاصي غونډي چې د هستوي انرژۍ اداري کې تر سره کیدلي د کرونا وایروس د ډیریدو او مخنیوي په موخه دریدلي وي نن شنبه د ۱۳۹۹/۰۶/۲۲ نیټې باندي د هستوي انرژۍ اداري د عمومي ریئس ډاکټر طاهر شاران په مشري تر سره شوه، د اداري فعالیتونو د ښه توب په موخه  یې د کارکونکو نظرونه او وړاندیزونه واخستل تر څو په راتلونکې کې د اداري فعالیتونو د لا ښه توب په موخه تري کار واخستل شي.

دا غونډه د اداري د مقام په هدایت، له کارکونکو سره په مستقیمه توکه تر سره شوه، په یاده غونډه کې له رئیسانو او امرینو پرته ټولو کارکونکو ګډون درلود، تر څو هغوۍ وکولای شي په مستقیمه توګه خپل نظرونه او وړاندیزونه په مستقیمه توګه شریک کړي.

په پیل کې ډاکټر طاهر شاران د هستوي انرژۍ اداري د لاسته راوړنو، تر سره شوي تحقیقي پلانونه او  کارونو په اړه خبري وکړي.

د هستوي انرژۍ کارکونکو له یادي غونډه د ستونزو او اداري فعالیتونو د لا ښه توب په موخه یو ښه پیل وباله چې په مستقیمه توګه د اداري له رهبري سره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کوي.

د غونډي ګډونوالو په بیلا بیلو برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه لکه د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د تدارکاتي ضرورتونو ارایه کول په خپل وخت سره، د وزارتونو او دولتي ادارو نه همکاري، د عمومي بریښنا د نه شتون په وخت کې د سولري بریښنا سیستم په نظر کې نیول تر څو د کار سکتګې او د کارکونکو د وخت ضایه کیدلو مخ نیوی وشي.

ښاغلي شاران د کارکونکو د نظرونو او وړاندیزونو په اوریدلو سره، د کاري چارو د لا ښه توب او ستونزو له منځه وړلو په برخه کې، یادو شعبو او مسئولینو ته هدایت ورکړ تر څو د سولري بریښنا په جوړولو او ټولو ستونزو د حل په جارو کې  ډیر ژر اقدام وکړي.

په پای کې د هستوي انرژۍ رهبري له ټولو کارکونکو وغوښتل تر څو د فعالیتونو د لا ښه توب ، د اجرااتو ښه توب د هیواد د پرمختګ په برخه کې په پوره توګه سهم اخستل، خپلي دندنې په پوره تعهد، جدي اداره او صادقانه توګه تر سره کړي.