هرات ولایت ته د هستوي صنعت د  چارو کارپوه عوض دانش او د جواز ورکونې عمومی مدیر سید نعیم شهاب کاري سفر راپور

aaehc-af
هرات ولایت ته د هستوي صنعت د  چارو کارپوه عوض دانش او د جواز ورکونې عمومی مدیر سید نعیم شهاب کاري سفر راپور

د هستوي انرژۍ اداري لخوا د هستوي انرژۍ قوانینو او مقرراتو، د جواز ورکونې پروسه، د وړانګو په وړاندي د حفاظت او مصونیت اصولو عامه پوهاوي تر عنوان لاندي  دولتي او شخصي روغتونونو رئیسانو ، معاوینونو، د تکنیشنونو مسئولینو او د روغتونونو تخنیکي کارکونکو او همداراز د هرات ولایت د سرحدي پولیسو او ملي امنیت مسئولینو ته یو اونیزه روزنیز پروګرام چې د ۱۳۹۹ د وږي میاشتي له ۱۴ بیا د وږي تر ۲۲ نیټې پوري د غازي امان الله خان په تالار کې جوړ شوی وو وړاندي شوو.

دا ښونیز پروګرام په دوو برخو ویشل شوی وو:

لومړۍ برخه -  د هرات ولایت دولتي او خصوصي روغتونونو ریسانو، معاونینو، مسئولیو، تکنیشن کارانو او تخنیکي کارکونکو ته دری ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل شو.

په دي پروګرام کې چې د هرات ولایت دولتي او خصوصي روغتونونو  ریسانو، معاونینو، مسئولینو، تکنیشن کارانو او تخنیکي کارکونکو ته جوړ شوی وو ۷۵ تنو ګډون درلود. په دي پروګرام کې د هستوي انرژۍ اداري د موخو، فعالیتونو، صلاحیتونو او مسئولیتونو، هستوي انرژۍ قانون، د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرره، د جواز اخستنې پروسه، د راډیواکټیف منابعو او ایونایزونکو وړانګو خطرونه، د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې اساسي او ستنډرډ اصول، د دوزمتر او فردی فلمي بجونو د کارونې طرزالعمل او اصول، د تشیصیه راډیولوژي په دستګاوو کې د حفاظت او مصونیت په اړه عامه پوهاوی وړاندي شو.

که څه هم په هرات ولایت کې دا لومړنی روزنیز پروګرام نه و، د هستوي انرژۍ اداري په تیرو کلونو کې هم ورته روزنیز پروګرامونه جوړ شوي وو په هغه سربیره د ډاکټرانو، ټنکنیشن کارانو او ګډونوالو لخوا دا پروګرام ډیر وستایل شو. د یادولو ده چې د هرات ولایت د هستوي انرژۍ اداري امریت او د هرات ولایت طبي ټولنې مسئولینو د پروګرام په جوړولو کې په پوره اندازه مرسته او همکاري درلودله.

دوهمه برخه -  د هرات ولایت د د سرحدي پولیسو او ملي امنیت کارکونکو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شو:

د هرات ولایت امنیه قمندانۍ سرحدي پولیسو او ملي امنیت کارکونکو ته په دي دوه ورځني پروګرام کې چې ۲۷ تنه ګډون درلود په لاندي اړینو موضوعاتو باندي خبري وشوي. 

د هستوي انرژۍ اداري د فعالیتونو په اړه لنډ معلومات، هستوي انرژۍ قانون، تشخیص، د راډیواکټیف موادو او منابعو پژندنه، د راډیواکټیف موادو انتقال، هستوي فاضله مواد، بي سرپرسته راډیواکټیف منابع، فزیکي ساتنه او د راډیواکټیف موادو او منابعو ساتنې په اړه معلومات وړاندي شول.

دا پروګرام د ګډونوالو لخوا په هره مانا اړینه وبلل شو او د روغتونونو د مسئولینو، ډاکټرانو، ټکنیشن کارانو ګډون ډیر ښه وو او همدارنګه د هرات ولایت د هستوي انرژۍ امریت، د هرات ولایت د روغتونونو مسئولین، د هرات طبي ټولنه، سرحدي پولیسو او ملي امنیت مسئولینو د هستوي انرژۍ اداري له همکاريو څخه مننه وکړه او د دي اداري د کارکونکو ستاینه یې وکړه.

د یادولو ده چې په دواړو روزنیزو پروګرامونو کې د جنوب غرب زون امریت کارپوهانو فعال سهم درلود او د ځینو موضوعاتو په اړه یې معلومات وړاندي کړل. د هرات ولایت د هستوي انرژۍ اداري امریت ، امنیه قمندانۍ، روغتونونو ډاکټرانو او کارکنونکو، سرحدي پولیسو او ملي امنیت له مسئولینو مننه کوو چې په دي برخه کې یې په پوره اندازه همکاري وکړه.

ددي روزنیز پروګرام په دوام کې کومه ستونزه نه وه خو د مسئولینو، ډاکټرانو او ټکنیشن کارانو غوښتنې درلودلي چې عبارت دي له: د بج فلمونو توزیع، د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې روزنیز کورسونه، د حق الخطر په نظر کې نیول او د هستوي انژرۍ اداري له خو ا د شته بج فلمونو پایلو معلومول وو. او د روغتونونو مالیکینو د اکسري او سي ټي سکن او ټولو هغه ماشینونو چې ایونایزونکي وړاندي خپروي د جواز اخستلو په برخه کې موافقت نه درلود تر څو له هستوي انرژۍ اداري څخه د فعالیت جواز تر لاسه کړي.

د پروګرامونو په پای کې ټولو ګډونوالو ته سرټیفکیټ ورکړل شوو.