په افغانستان کې د اټومي انرژي فعالیتونو تاریخچه

افغانستان د هغو ۲۳ هیوادونو له جملی څخه دی چې په کال ۱۹۵۷م/۱۳۳۶ل کې د نړیوال اټومي اژانس International Atomic Energy Agency (IAEA)  غړیتوب ترلاسه کړ. ددي سازمان له مهمو موخو څخه د سولیزو هستوي تخنیکونو پرمختګ او پراختیا، او په نظامي برخه کې د هغوۍ نه کارول او همدارنګه د لازمو تدابیرو نیول د څیړنو د ارتقا او سولیږو موخو لپاره د اټومي انرژي عملي تطبیق ده. تر دي دمه نوموړی سازمان ۱۵۱ غړي لري.

د لومړې ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د اټومي انرژي اداره د مرحوم ظاهر شاه د سلطنت پر مهال په افغانستان کې تاسیس شوه، چې سرپرستې یې د کابل پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځۍ  رییس مرحوم پوهاند ډاکتر عبدالغفار خان کاکړ کوله. چې له هغه وروسته د مستقل اداري د تاسیس تر مهاله د ساینس پوهنځي د ریسان لخوا د افغانستان د اټومي انرژي ریاست اداره کیدل.

د سردار محمد داود خان په وخت کی د لومړې ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د هستوي تطبیقاتو لابراتوار او همدارنګه په کابل روغتون کې د وړانګو په واسطه د سرطانې ناروغیو درملنه په موخه یو تعمیر هم جوړ شو. ددي روغتون معالج ډاکتران مرحوم ډاکټر مالک اصغر او ډاکتر عبدالصمد سلیم وو او همداراز ښاغلې عبدالمالک مالک د فني کارپوه (Technician)  په توګه فعالیت درلود.

د روسانو له یرغل وروسته په کال ۱۳۵۸ کې افغانستان د اټومي انرژۍ په برخه کې کومي ښکاره لاسته راوړنې نه درلودلي او له نړیوال اټومي اژانس سره یې په ټولیزه توګه اړیکې پري شوي وي او د کورنیو جنګړو پر مهال د لابراتوار ډیری توکي چور او غلا شوي وو.

د طالبانو له ریژیم وروسته د افغانستان اړیکې یو ځل بیا د پوهاند ډاکتر عبدالحی نظیفي په مرسته له نړیوال اټومي انرژي سره رامنځته شوي. چې د نړیوال اټومي اژانس له خوا یو ګروپ د ډاکتر سلیما په سرپرستي کابل ته سفر وکړ په نتیجه کې یوه کمیټه چې د افغانستان د اټومي انرژي فعالیتونه یې اداره کول د چاپیریال ساتنې په ملي اداره کې رامنځ ته کړه. چې وروسته د همدي کمیټي په غوښتنه د افغانستان د اټومي انرژي ریاست له ډیر کوچنې تشکیل سره د چاپیریال ساتنې اداري په چوکاټ کې خپل فعالیت پیل کړ.

 چې وروسته د وزیرانو شورا د مصوبي په اساس په کال ۱۳۸۷ کې د پخوانې ولسمشر حامد کرزي په فرمان سره د ۱۳۸۹ کال د حمل په میاشت کې نوموړی کمیسیون د یو مستقیل دولتي سازمان په توکه د افغانستان اټومي انرژي عالي کمیسیون په توګه معرفي شو. د نوموړي فرمان به اساس ددي کمیسیون غړي، د کمیسیون رییس (ولسمشر)، د اټومي انرژي عالي کمیسیون اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس او همداراز: د اجراییوي او تخصصي بورډ معاون/سکرتر جنرال، دفاع وزیر، کورنیو چارو وزیر، بهرنیو چارو وزیر، ملي امینت عمومي رییس، بریښنا او اوبو وزیر، کرنې او مالدارۍ وزیر، د عامې روغتیا وزیر، د کانونو وزیر، لوړو زده کړو وزیر، عدلیې وزیر او د چاپیریال ساتنې اداري عمومي رییس یې غړي دي. چې پوهاند ډاکتر عبدالحی نظیفي د کابل پوهنتون د استادي سربیره د افغانستان د اټومي انرژي د اجراییوي او تخصصي بورډ د عمومي رییس په توګه او ډاکتر نور محمد صافی د سکرتر جنرال په توګه په دنده وګمارل شول.

د ډاکتر پوهاند عبدالحی نظیفي له وفات ورسته ښاغلی ډاکتر طاهر شاران د ۱۳۹۷ کال د اسد په میاشت کې د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس په توګه دنده پیل کړه.

د افغانستان د هستوي انرژي د قانون په اساس چې د ۱۳۹۵ ه کال په اخیرو کې د افغانستان د پارلمان له خو تصویب شوي د اجراییوي او تخصصي بورډ نوم د افغانستان د هستوي انرژي اداري باندي بدل شوي تر څو د یوي مستقلي اداري په توګه د نورو دولتي ادارو تر څنګه فعالیت وکړي. او همدارنګه په دي قانون کې د اټومي انرژي کمیسیون د غړو په ترکیب کې په ډیره کمه اندازه بدلون راغلی ده، چې د اجراییوي او تخصصي بورډ سکرتر جنرال د بورډ له غړیتوبه څخه حذف شوی او د نورو ټولو پخوانیو غړو سربیره د کابل پوهنتون  د فزیک پوهنځي استاد او یو هم د پولتخنیک پوهنتون د الکتروتخنیک پوهنځی استاد ور زیات شوي او همدارنګه د هستوي انرژي اداري (د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس) د دي کمیسیون د عمومي منشي په توګه معرفې شوی ده.

د افغانستان د هستوي انرژي اداره د دولت یو له ځوانو اداري واحدونو څخه ده چې اوسمهال ددي اداري ټول تشکیل ۱۳۸ تنو ته رسیږي، په مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې هم څلور امریتونه لري چې په هرات، قندهار، مزار او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت لري. دا اداره له نړیوال اټومي اژانس سره نږدي اړیکې لري او له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره د هستوي تکنالوژي په برخه همکاري کوي.

د یادولو وړ ده چې نوموړي اداره په هستوي فعالیتونو سربیره د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو منع ریاست هم په غاړه لري او د کیمیاوي اوبیولوژیکې موادو د استعمال نظارت او جواز ورکوي او د ډلیزو وژنو وسلو په برخه کې هم نظارت او فعالیت کوي.