لیدلوری

ددي کمیسیون هدف په طبابت، زراعت، صنعت، د بریښنا تولید، کانونو، چاپیریال ساتنه په ټولو سولح امیزو برخو کې له هستوي انرژۍ څخه ګټه اخستل. د مثال په توګه د طبابت په برخه کې د راډیواکتیف وړانګو په واسطه د سرطان ناروغۍ تشخیص او درمنله، در زراعت په برخه کې د راډیواکتیف وړانګو په واسطه اصلاح شوي تخمونه تولید کړو او د زراعت ساتنه له مضره افتونو څخه کار اخستل کیږي. اوس وخت دا کمیسیون د راډیواکتیف موادو د دوز تعیین په کانونو کې، د افغانستان له خاوري څخه کنترول د منطقي هیوادونو له هستوي فعالیتونو څخه مخنیوی، د ایونایزونوکو موادو په صادراتو او وارداتو کنټرول، د افغانستان له لاري د راډیواکټیف موادو د قاچاق مخنوی او د هیواد د ابو ساتنه د راډیواکتیف موادو څخه. دا کمیسیون له نړیوال اټومي اژانس سره په نوموړو برخو کې همکاره ده. همداراز دا کمیسیون په افغانستان کې د بیولوژیکي او کیمیاوي فعالیتونو په برخه کې په مستقیم ډول نظارت کوي، او له عامي روغتیا وزارت سره په هستوي درملنه کې نږدي همکاري لري.

د افغانستان د اټومي انرژي عالی کمیسیون فعالیتونه یوازي پورته ذیکر شوي نه بلکه ددي کمیسیون اوږد مهاله هدف دی، چې د افغانستان دولت په سیاسي چارو او د هیواد پیاوړي اقتصاد، د هیواد له طبیعي منابع څخه په سمه توګه استفاده، د اوبو او معادن او د ځوانانو لپاره د کاري فرصت رامنځ ته کول دي. په همدي اساس یو له مهمو برنامو څخه د متخصصي نیرو په هماهنګۍ  د هیواد په داخل او خارج کې د ځوانانو تشویق د طبیعي علومو په ظرفیت کې دا مرګز غواړي ارتقا وکړي تر څو دا کمیسیون په یو علمي – تحقیقاتي، ساینسي او تکنالوژي په معتبر مرکز بدل شي.

زمونږ په اند افغانستان یوازي د ساینس او تکنالوژۍ  او د کانونو په استخراج باندي په سرمایه ګذاري سره کولای شي په اوږد مهال سره د اقتصاد له نګاه نه په خپل ځان متکې شي. په داسي حال کې چې افغانستان په نړیواله کچه د لیتیمو کان لري. دا کمیسیون په پام کې لري چې ددي ارزښتمند عنصر په استفادي سره په هیواد کې دننه خپلې څیړني پیل کړي چې خوشبختانه په دي برخه کې ګامونه اخستل شوي هم دي.

همداراز کمیسیون په نظر کې لري چې له وزارتونو سره خپلې اړیکې پراخي کړي تر څو د وزارتونو علمي او تحقیقاتي پروژي ددي کمیسیون له طریقه تر سره شي. بل پلو دا کمیسیون په پام کې لري د پوهنتونونو د ساینس پوهنځي محصلینو ته د اشنا متخصیصونو په واسطه  په دي مرکز کې تحقیقاتو زمینه برابره کړي تر څو هغوۍ وکولای شي خپل د لیسانس اوماسټرۍ دوري مونوګرافونه ددي مرکز د متخصصیونو په مرسته تکمیل کړي. او همدانګه دا کمیسیون په پام کې لري چې په علمي برخه کې په مستقیمه توګه له فرانسي هیواد له اټومي انرژي سره خپلې اړیکې ولري تر څو د هغوۍ له علمي تجربو استفاده وکړي. خوشبختانه د کمیسیون په پورته ذکر شوو فعالیتونو کې د فرانسي له اټومي انرژي له کمیسیون سره په مستقیمه توګه په اړیکه کې دی.

د فرانسي د اټومي انرژي کمیسیون اصلی تمرکز په ساینس او تکنالوژی ده او یوازي ۲۰ په سلو کې هستوي فعالیتونه لري. د افغانستان اټومي انرژي عالی کمیسیون کولای شي د فرانسي هیواد له مډلونو او یا هم د نورو پرمخ تللو هیوادونو په شان د توسعي په حال کې دي استفاده وکړي، او ددي خاوري د بچیانو په علمي رشد کې په پورته توګه مرسته او سره یو ځای کړي. او همدارنګه د هیواد په اقتصادي رشد کې پایداره ګامونه واخلې. د پورته ذکر شویو برنامو په عملي کولو سره دا کمیسیون د افغانستان دولت په نوموړي برخه کې جدي پام لرني ته اړتیا لري. هره ورځ پرمختللي هیوادونه او یا هم د توسعي په حال کې د ګاونډیو هیوادونو په ګډون یو برخه کلنی درامد د ساینس او تکنالوژي برخې ته ځانګړي کړي. زمونږ غوښتنه داده، چې افغانستان ډیر ژر په علمي او موثره برخه کې د پام وړ ګامونه واخلي.