په تاجکستان هیواد کې د راډیواکټیف منابعو فزیکي مصونیت او امنیتي مدیریت په اړه راپور

aaehc-af
Tajikistan

دا پروګرام چې د رادیواکټیف منابعو د فزیکي امنیت او امنیتي مدیریت په اړه وه د امریکا متحده ایالاتو د راډیولوژیکي امنیت اداري په مالي مرسته په تاجکستان هیواد کې جوړ شوی وو. چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون د رهبرۍ په اساس د کمیسیون د غړو د ګډون غوښتنه پکې شوي وه، په دي پروګرام کې ۲۳ تنو چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون د کارکونکو په ګډون د نورو ادارو کارکونکو هم ګډون درلود.

ددي پروګرام موخه هغه هیوادونه چې باید څه ډول د رډیواکټیف منابعو امنیتي تدابیر ولري تر څو دا منابع د غیر مسولو کسانو لاس ته ونه رسیږي او همدا راز د راډیواکټیف موادو په وړاندي د تکنالوژي کارولو بدیل په طبابت، صنعت، کرهڼه او همدارنګه ( د راډیواکټیف منابعو مفیده کارونه، د راډیواکټیف منابعو طبقه بندي، د راډیواکټیف منابعو بدي پایلي، د راډیواکټیف منابعو فزیکي ساتنې په اړه د نړیوالي اټومي انرژۍ اژانس تګلاره، د هستوي امنیت په اړه په محلي ستونزو باندي بحث، د راډیواکټیف منابعو د فزیکي حفاظت او مدیریت له نړیوالو اصولو قوانینو او استنډردنو سره اشنایې په برخه کې لازم زده کړیز پریزنټیشنونه وړاندي شول.

ګډونکونکې: الهه طاهری ، عبدالوارث مرصوص، اسدالله زاهد، محمد ابوبکر ستوری، بشیراحمد احمدزی، لعل آغا هاشمی، محمد عوض دانش، ثنا الله ثنا او د ملي امنیت عمومي ریاست، د بهرنیو چارو وزارت، د چاپیریال ساتنې ملي اداره، کابل پوهنتون، کانونو او پطرولیم وزارت، ګرهڼې وزارت، د ابو او بریښنا وزارت،عامي روغتیا وزارت او کورنیو چارو وزارت نماینده ګان.