په هندوستان هیواد کې د Mentorship پروګرام راپور

aaehc-af
خالد مددی

د Mentorship پروګرام چې د مارچ له ۲۵ تر ۲۹ پوري په هندوستان هیواد کې جوړ اچول شوی وو. موخه یې د فغانستان (National Authority) د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع کنوانسیون د ملي اداري د ارتقا، پراختیا، پیاوړتیا، د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون د معلوماتو د تبادلي او تطبیق، د هندوستان هیواد د (National Authority) یا کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د کنوانسیون ملي اداره په برخه کې زده کړي او تجربو د شریکولو وو.

۱ - له افغانستان سره د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون اداري د معلوماتو، تجربو او تګلارو شریکول.

۲ - د افغانستان د (National Authority) د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع کنوانسیون ملي اداري سره بلدتیا.

۳ - د کیمیاوي وسلو د منع سازمان او ددي سازمان له خوا د تیار شوو امکاناتو او کاریدونکو توکو سره بلدتیا او هغوۍ ته لاس رسی.

۴ - په هیواد کې د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون د تطبیق په برخه کې د هند او افغانستان دایمي همکاریو رامنځ ته کول وه چې په دي پروګرام کې له افغانستان څخه غلام حبیب قریشي او احمد خالد مددي ګډون درلود.