د سرطانې ناروغیو درملنه د وړانګو په واسطه یا Radiation therapy پروګرام راپور

aaehc-af
رادیوتراپی

دا پروګرام د نړیوال اټومي اژانس لخوا د یوي میاشتي لپاره د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له ۱۷ بیا د دسمبر تر ۱۶ پوري په ایران هیواد کې جوړ کړی وو چې موخه یې د راډیوتراپي په برخه کې د وړانګو په واسطه د سرطانې ناروغیو درملنه او د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنه وه

په سرطانې ناروغیو کې د راډیوتراپي رول ډیر اړین او اساسي ده چې له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه سرطانې ناروغان د راډیوتراپي برخې ته مراجعه کوي، چې په دي برخه کې متخصصي کسانو، تجهیزات د وړانګو په واسطه درملنې دستګاوو لپاره یو مناسب ځای ته چې د راډیوتراپي مرکز ورباندي جوړ شي ضرورت ده. ددي تخنیک په واسطه کولای شو د سر، بډوګې، تیو، رحم او داسي نورو سرطانونو درملنه او تر کنټرول لاندي ونیسو.

په دي پروګرام کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون څخه ښاغلي سید نعیم شهاب او ښاغلي اول خان طوطاخیل ګډون کړی وو، چې دوی ددي مرکزونو د جوړولو لپاره دداسي زده کړیزو پروګرامونو په لاره اچول، دا ډول مرکزونو د فعالولو لپاره د تخنیکي او علمي همکاریو او مشوري د نړیوالو ستنډردونو په اساس او د چاپیریال او خلکو ته ددي تکنالوژي په اساس د خطر مخنیوی ګتور وبلل او په راتلونکې کې د ورته پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.