د ۱۳۹۸ مالي کال د شپږو میاشتو لپاره عمده پلان شوي برنامي

aaehc-af

شماره

د ۱۳۹۸ مالي کال د شپږو میاشتو لپاره د پلان شوو برنامو او پلانونو عنوان

۱

د عامي روغتیا وزارت، کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت، کرنې وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست، ګمرکونو او شرکتونو ۵۰ تنه کارکونکو ته د هستوي ګیچونه د کارولو په برخه کې زده کړي ورکوي شوي.

۲

د هیواد د۱۰ کانونو نظارت او بررسي د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د کارکونکو د حفاظت په موخه

۳

په هیواد کې د ۴۰ ایونایزونکو دستګاوو، ایونایزونکو وړانګو منابعو او هستوی ګیچونو سروي، ثبت، څارنه او بررسي.

۴

له نړیوال اټومي اژانس سره د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې د هستوي فعالیتونو په برخه کې معلوماتي مدیریتي سیستم (RASIMS) کې د اطلاعاتو تبادله

۵

په هیواد کې د هستوي فعالیتونو لپاره د ۱۲ جوازونو او اجازه نامو تمدید او صادرول 

۶

د ۵۰ عدد فلمبجونو توضیح د وړانګو کارکونکو ته د دوزمتري په موخه

۷

د هیواد د راډیولوژیکي وضعیت د راپور برابرول

۸

د کیمیاوي وسلو د منع قانون د تصویب پروسي تعقیب

۹

د بیولوژیکي وسلو د منع قانون د تدقیق او تصویب پروسي تعقیب

۱۰

د CBRN چارو پر مخ وړل (له کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي پیښو سره مبارزه) او د National Action Plan (د هغوي عملي پلان)

۱۱

د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو منع سازمان ته، تر کنټرول لاندي د کیمیاوي موادو د تولیدي کمپني او کیمیاوي فعالیتونو نظارت (تولید، صادر او د کیمیاوي موادو ترانزیت او confidence building (measure) CBM یا د اعتماد سازي په برخه کې اقدامات درلودل او په هیواد کې د بیولوژیکي موادو د مصئوني کارونې په منظور د کلنې راپور جوړول او لیږل

۱۲

 د کیمیاوي وسلو د منع سازمان (OPCW) د غړي هیوادونو تر منځ د همکاري قرارداد یا (Mentorship) قرارداد د یو غړي هیواد او افغانستان تر منځ.

۱۳

د حفاظتي او تشخصي وسایلو تدارک، د انټي دوتونو او د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د غیر ملوث کیدلو وسایل.

۱۴

لنډ مهاله او اوږدمهاله بورسونو (ماسټري او دوکتورا) او فلوشیپونو ته د ۵۵ تخصصي او اداري کارکونکو معرفي او لیږل.

۱۵

د بامیان ولایت، غزني ولایت او کابل ښار په بیلا بیلو برخو کې د وړانګو د دوز (مقدار) تعین

۱۶

د راډیواکټیف فاضله موادو د ذخیري د جوړولو د پروژي د تطبیق زمینه سازي

۱۷

د ایزوټوپي روش په اساس د ابو د کیفیت تعینول او د ابو د نقشي په برخه کې مطالعه او څیړنه