دنړیوال اټومي انرژۍ اژانس (IAEA) په څلور شپیتمه کلنۍ ناسته کې د هیواد د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ګډون

aaehc-af
اشتراک رئیس اداره انرژی هستوی کشور در شصت و چهارمین نشست سالانه‌ی آژانس بین المللی انرژی اتمی (IAEA)

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ډاکټر طاهر شاران د اتریش هیواد په ویانا ښار کې د نړیوال اټومي انرژي اژانس په څلور شپیتمه ناسته کې ګډون وکړ.

دا ناسته د نړیوال اټومي اژانس د ۱۲۰ غړو هیوادونو تر منځ هر کال تر سره کیږي، چې سږ  کال د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټامبر په ۲۱ د دي هیوادونو د نمایندګانو په تر منځ یو ځل بیا تر سره شوه که څه هم سږ کال د کرونا وایروس له په خاطر ټولو غړو هیوادونو په دي ناسته کې په فزیکی ډول ګډون نه وو کړی خو بیا هم په انلاین ډول یې په دي ناسته کې ګډون درلود.

په دي ناسته کې ښاغلی ډاکټر طاهر شاران په اتریش هیواد کې د افغانستان سفیر اغلې خجسته ابراهیمي په نړیوال اټومي اژانس کې د افغانستان استازی ښاغلی منیر فروهي په ملتیا ګډون درلود. دي ناسته کې د هیواد په استازيتوب ښاغلي ډاکټر طاهر شاران خبري وکړي او له نړیوال اټومي اژانس څخه چې له افغانستان سره په تخنیکي او امنیتي برخو کې دایمي همکاري درلودلي مننه وکړه، او په هیواد کې د موجوده تخنیکي او امنیتي پروژو په برخو لکه صحت، کرنې، تر ځمکه لاندي اوبو مدیریت او د غذایې توکو په برخه کې مختصر معلومات وړاندي کړل، همدارانګه په افغانستان کې د هستوي انرژۍ په برخه کې د موجوده قوانینو، مقررو او تګلارو په اړه هم کې خبري وکړي.

ښاغلي شاران په خپلو خبرو کې وویل په هیواد کې یې د بي سرپرسته راډیواګټیف توکو سروي پیل کړي او د ځینو بي سرپرسته راډیواکټیف منابعو شتون لکه د کورنیو چارو وزارت زیرمتون، ملي دفاع وزارت زیرمتون او د اوسپنې د ویلي کیدو په کارخانو په اړه معلومات وړاندي کړل. ډاکټر شاران له نړیوال اټومي اژانس او غړو هیوادونو څخه د هیواد د هستوي انرژۍ اداري د متخصصینو او تخنیکي کارپوهانو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو د هیواد مسلکي کارکونکې وکولای شي د سولیزي هستوي انرژۍ کارونې په برخه کې ښه کارونه تر سره کړي.

د هستوي انرژۍ رئیس ددي ناستي تر څنګ د اژانس د تخنیکي برخو له مسئولینو سره هم ناستې تر سره کړي چې په بیلا بیلو موضوعاتو یې بحثونه تر سره کړل لکه د راډیواکټیف موادو امنیت، د هستوي ازمایښتونو منع، له افغانستان سره د اژانس دوامداره همکاري او په هیواد کې د تخنیکي پروژو د تګلاري تسهیل د راډیواکټیف موادو منابعو د ساتنې او مصونیت په اړه خبري اتري وکړي.

همدارنګه ښاغلي شاران د افغانستان او ترکیې هیواد په دوه اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړ او د ګډو همکاریو او د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري د فعالیتونو د پراخیدو او تقوي په اړه خبري او د مرستي غوښتنه وکړه.

د اژانس په دي ناسته کې بله موضوع د نړیوال اټومي اژانس د رهبري بورډ د غړو انتخاب و چې دجنوبي اسیا حوزي، منځنی ختیځ او ختیځي اروپا له جدي اختلاف سره مخ شوو، په معموله توګه د شوراګانو رئسانو د اژانس د غړو هیوادونو تر منځ د سیمیز سهم په اساس رقابت ته ښودل کیږي چې سږ کال یادو دوو حوزو غړو ونشو کولای چې د رهبري بورډ ته نماینده ګان انتخاب کړي او دا د نړیوال اټومي اژانس په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ددي دوو حوزو نماینده ګان په عمومي او ټولیزه توکه د اژانس ټول حاضر غړو د دي دوو حوزو د نمایندګانو په انتخابولو کې رایه وکاروي.

ددي روش په کارولو سره د جنوبې اسیا حوزي او منځني ختیځ هیوادونو څخه یوازي متحده عربي متحده امارات د نړیوال اټومي اژانس شوراګانو ته ځان کاندید کړ خو ډیری هیوادونو ځانونه کاندید نه کړل. متحده عربي امارات د څو مخالفو هیوادونو په شتون کې د ۱۱۶ کارول شویو رایو څخه ۸۷ موافقي او ۲۵ مخالفو رایو په کارولو سره د نړیوال اټومي اژانس د شوراګانو د رئیس کیدلو غړیتوب ته لاره پیدا کړه.

همدارنګه د ختیځې اروپا حوزي څخه دریو هیوادونو پولنډ، بلاروس او رومانیا رقابت وکړ چې په پای کې د پولنډ هیواد د ۱۲۰ کارول شویو رایو څخه ۶۲ موافقي رایو په تر لاسه کولو سره د ختیځې اروپایي حوزي نماینده په نړیوال اټومي اژانس کې د شوراګانو د رئیس په توګه غړیتوب تر لاسه کړ.

د یادولو وړ ده چې دا ناسته د سپټامبر په ۲۵ نیټې د اټومي انرژۍ فعالیتونو په بیلابیلو برخو کې په خاصه توګه د نظامي اټومي فعالیتونو د پرمختګ په برخه کې د څو قطعنامو په تصویب سره پای ته ورسیده. دودیو لیدو لپاره دلته کلک وکړيږ