د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې او راډیولوژیکو خونو د قواعدو، او د فاریاب ولایت روغتیایې مرکزونو د ایونایزونکو دستګاوو بررسي راپور

aaehc-af
گزارش برنامه آموزشی تحفظ شعاعی و ضوابط اتاق ھای رادیولوژی و بررسی شعبات رادیولوژی و دستگاہ ھای مولد اشعه مراکز صحی ولایت فاریاب

د افغانستان د هستوی انرژۍ اداري د شمال زون هستوي امریت د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق په برخه کې ددي اداري له پلان سره سم، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې او د راډیولوژیکو خونو معیاري کول په موخه د فاریاب ولایت له روغتیایې مرکزونو څخه لیده وکړه او د یادو مرکزونو دستګاوي یې ثبت او راجستر کړي.

د یادي پروسي په پای کې د ۱۳۹۹/۸/۱۸ مې نیټې د فاریاب ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د وړانګو په وړاندي د ځان ساتني او د راډیولوژي خونو د قواعدو تر عنوان لاندي یو ورځنی روزنیز سیمینار وړاندي کړ.

په یاده روزنیز پروګرام کې د فاریاب ولایت د عامي روغتیا ریاست کارکونکو، راډیوګرافرونو او د یاد ولایت مرکزي روغتیایې مرکزونو څخه کارکونکو ګډون درلود.

د سیمینار په پیل کې لومړی د شمال زون د هستوي انرژۍ امر ښاغلي عبدالوارث مرصوص د هستوي انرژۍ اداري په تاریخچې او ددي اداري اسټراټیژۍ په اړه معلومات وړاندي کړل، او ورپسي له وړانګو څخه د ځان ساتنې کارپوه انجنیر دین محمد نوري د خونو د سټنډرډونو، د راډیولوژي خونو او همداراز د وړانګو په وړاندي د ساتنې اساسي اصولو په اړه سیمینار وړاندي ورکړ.

د یادولو وړ ده چې د فاریاب ولایت د عامې روغتیا مسئولینو او ګډونوالو ورته پروګرامونه وستایل او په راتلونکې کې یې د ورته پروګرامونو غوښتنه یې وکړه.