له سرطان سره د مبارزې بنسټ لخوا په مرمرینه ماڼۍ ملي سمپوزیم جوړ شوو

aaehc-af
Sun, Jun 30 2019 2:27 PM
سمپوزیم

دا ملي سمپوزیم چې له سرطان سره د مبارزي په اړه په مرمرینه ماڼې کې جوړ شوی وو د قرانکریم په تلاوت پیل شو، په دسمپوزیم د هیواد د ولسمشر، لومړۍ میرمني، وزیرانو، ادارو او د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر طاهر شاران ګډون کړی وو.

د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست جمهور رئیس محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې د سرطانې ناروغۍ په هیواد کې یو بده پیښه وبلله او ویې ویل مونږ اړتیا لرو تر څو په خاصو او مشخصو اقداماتو سره په خاصه توګه له سرطان سره د مبارزي په برخه کې، له سرطان سره د مبارزي ګټور سمپوزیمونه یا شبکي رامنځته شي او په دي برخه کې یې د عامي روغتیا وزارت ته په جدي توګه سپارښتنه وکړه تر څو د دي ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره یو صحي مرکز جوړ کړي.

ښاغلي ولسمشر په دي برخه کې ګډ اقدامات په خاصه توګه د سرطان ناروغیو سره د مبارزي په برخه کې یوه لویه او اساسي اړتیا وبلله، او وویل نن د لومړۍ میرمنې د دفتر، د افغانستان طبي عالي شورا او له سرطان سره د مبارزي نهادونو د هڅو په برکت د عامه پوهاوي په برخه کې ډیر کارونه تر سره شوي.

له سرطان سره د مبارزي بیناد رئیسې نسرین اوریاخیل هم په دي ناسته کې ګډون درلود وویل ددي بیناد په مرسته د سرطانې عواملو د وقایي په برخه کې په ټول هیواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونه په لاره اچولی ده.

 

همدارنګه له سرطان سره د مبارزي بنیاد رئیسي وویل د نړیوال سازمان د راپور په اساس هر کال په افغانستان کې ۲۰ زره کسان د سرطان په بیلابیلو ناروغیو اخته کیږي چې ۱۵ زره تنه یې په هماغه کال خپل ژوند له لاسه ورکوي او ۵ زره نور یې تر راتلونکو دوو کلونو پوري له منځه ځي. دا په داسي حال کې چې تر دي دمه په افغانستان کې د سرطانې ناروغیو د تشخیص او درملنې (رادیوتراپي) په برخه کې هیڅ کوم مرکز او کوم ځانکړي ظرفیتونه شتون نه لري.

په دي پروګرام کې د ښاغلي ډاکتر حیدري او ډاکټري رزغونه ترکي له خوا د سرطانې ناروغیو د تشخیص، درملنې او وقایي په اړه ګډونوالو ته علمي سیمینار وړاندي شو.

په یاده غونډه کې د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ عمومي رئیس ډاکتر طاهر شاران د طبابت په برخه کې په خاصه توګه د سرطان د تشخیص او درملنه کې د هستوي ټکنالوژۍ د رول په اړه خبري وکړي.

‌ښاغلي ډاکتر شاران د موجوده ټکنالوژۍ او دستګاوو د راډیولوژي یا د سرطانې نقطو د انځوراخستنې په اړه هم خبري وکړي، او د سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې یې د هستوي طب او د راډیواکټیف د رادیو فارمسي د کارونې په برخه کې معلومات وړاندي کړل. او زیاته یې کړه چې تر دي دمه په هیواد کې د هستوي طب په واسطه د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې په برخه کې هیڅ کوم مرکز شتون نه لري.

د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ رئیس همداراز په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دا اداره له مضره وړانګو سره د کارکونکو او ناروغانو د مصئونیت په برخه کې د راډیوتراپي مرکزونه او ایونایزونکو دستګاوو ته جوازونه ورکوي او همداراز د راډیواکټیف منابعو د وارداتو او کارونې او ایونایزونکو دستګاوو ته په افغانستان کې د سرطانې ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د لازمو او نړیوال اټومې آژانس د اسټنډردونو او معیارونو سره سم د فعالیت په برخه کې اسانتیاوي رامنځ ته کړي.

همدارنګه د اټومي انرژۍ اداري له خوا د هستوي انرژۍ قانون جوړ او د هیواد د پارلمان له خوا تصویب او د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرره توشیح شوي دي. سربیره پر دي څو نوري مقرري او لازمي ګړنلاري هم جوړي شوي چې دا مهال د د پروسس په حال کې دي.

دا اداره په مرکز سربیره د هیواد په ۵ زونونو کې د ایونایزونکو وړانګو د مصئونیت، د روغتونونو د فعالیت څخه د نظارت په برخه کې متخصصي کارکونکې لري.

همداراز ډاکټر طاهر شاران زیاته کړه د فزیک طب د متخصصي نیرو روزنه د هستوي طب، راډیولوژي، راډیوتراپی او د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنه په برخه کې ډیره اړینه ده چې هر څومره ژر کیږي د هیواد په یوه پوهنتون یوه څانګه فعال شي. او دا یې هم وویل چې افغانستان په دي برخه کې د اوږد مهال لپاهر دوه زره متخصصو کسانو ته اړتیا ده.

همداراز ښاغلي شاران د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د سرطان په وړاندې د مبارزي ملي سمپوزیم سره هر اړخیزي مرستي وعده وکړه او د عامي روغتیا وزارت، د لوړوړ زده کړو وزارت او دا کمیسیون کولای شي د ګډو همکاریو په مرسته په هیواد کې د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز لپاره یو ملي پلان باندي کار وکړي. او همدارنګه د کمیسیون په مرسته د هیواد د لومړنیو اړتیاوو په خاطر د سرطانې ناروغیو د تشخیصي مرکز جوړولو په برخه کې نړیوال اټومي انرژي اژانس د ۲ میلیونه ډالرو مرستي ژمنه کړي.

ددي پروګرام په دوام کې د مالي وزارت وزیر پوهاند محمد همایون قیومي هم خبري وکړي او د داسي مرکزونو د جوړولو په برخه کې یې له مربوطه وزارتونو او ادارو سره د هر ډول مالي مرستي ژمنه وکړه.

یاده غونډه د لوړو زده کړو وزارت وزیر عبدالتواب بالا کرزي په خبرو چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون، عامي روغتیا وزارت او له سرطان سره د مبارزي بیناد په مرسته د سرطان تخصصي مرکز په جوړولو کې ددي وزارت د همکاریو زمنه وکړه پای ته ورسیده.

 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS