د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د ایونایزونکو دستګاوو په مرکزونو کې د راډیولوژي (ایکس وړانګو) د وضعیت د بررسۍ راپور

aaehc-af
Sat, Sep 14 2019 1:16 PM
گزارش بررسی وضعیت رادیولوژی(شعاع ایکس) در مراکز دستگاه های آیونایزکننده تشخیصیه صحی 24 ولایت کشور

د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي انرژۍ اداري د هستوي انرژۍ قانون او د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرري په اساس یو له صلاحیتونو او مسئولیتونو څخه د هیواد په سطحه د جوازلیک او اجازه لیک صادرول، څیړنه، نظارت، تفتیش او د ایونایزونکو دستګاوو او راډیواکټیف منابعو تفتیش او کنټرول ده.

په دي اساس ددي اداري متخصصین او کارپوهان هر کال له پلان سره سم له ښکیلو ادارو او د ایونایزونکو دستګاوو د کارونکو نهادونو سره په هماهنګي په ټول هیواد کې ددي دستګاوو د کارونې له وضعیت او څرنګوالې، د اصولو او مقرراتو د تطبیق، له ایونایزونکو وړانګو څخه د ښاریانو او چاپیریال ساتنه او همداراز د حفاظت او مصئونیت په برخه کې د ملي او نړیوالو سټنډردونو او طرزالعملونو په پام کې نیول او په دوامداره توګه بررسي، نظارت او تفتیش تر سره کړی.

خوشبختانه د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي انرژۍ اداري په لومړې ځل د هیواد په سطحه په  ۲۴ ولایتونو کې د صحي مرکزونو د راډیولوژي (ایکس وړانګو) دستګاوو د وضعیت راپور چمتو کړی او د خلکو په اختیار کې ورکړی دی.

په دي راپور کې ډاکټرانو، کارکوونکو او د ایونایزونکو دستګاوو تکنیشنونو ته په پوهاوي سربیره، د سترګو لیدلی حال، په تشخیصیه مرکزونو کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه څیړنه او یادونه شوي ده، له دي ډلې: د ایونایزونکو دستګاوو د تکنیشنونو د پوهاوي د میزان بررسي د ایونایزونکو وړانګو ضرر یا تاوانونه، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې او مصئونیت د مقررو او اصولو رعایت په برخه کې د کارکونکو عملکرد، د تشخیصیه دستګاوو د خونو حفاظت په برخه کې د سټنډردونو په نظر کې نیول، د فردي حفاظتي وسایلو په سمه توګه کارول، د ملي او نړیوالو اصولو، قوانینو، مقررو او طرزالعملونو په نظر کې نیول.

په ټولیزه توګه په دي راپور کې د پیدا شوو او سترګو لیدلی حال ښي چې د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس IAEA د سټنډرډ د دوز Sv/h μ 7.5  د محدودیت په نظر کې نیول، د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د ایونایزونکو وړانګو وضعیت بررسي، چې ۹ ولایتونه له دوزه په کمه اندازه پیشنهاد شوی، ۱ ولایت له دوز سره سم پیشنهاد شوی، او پاته ۱۴ ولایتونه له اندازي زیات پیشنهاد شوي دي. چې د (ICRP) سازمان او د نړیوال اټومي اژانس IAEA  کې قبول شوي او دا اندازه  په راتلونکې کې د کارکونکو او مراجعینو په صحت باندي ناوړه پایلې ولري.

په دي اساس په خاصه توګه دولتي اداري او نهادونه په دي برخه کې موظف دي د هستوي انرژۍ اداري سره په هماهنګي د معیاري کیدو په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د فعاله او غیر فعال دولتي او خصوصي مرکزونو کې د ۴۵۸ صحي تشخیصیه ایونایزونکو دستګاوو څخه لیدنه شوي، چې تاسو کولای شي PDF فایل يې له دي ځایه تر لاسه کړۍ

 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS