د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

aaehc-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱/۱۷ څخه بیا د ۱۳۹۹/۱۲/۰۷ پوري یو کلن زده کړیز پروګرام (Academic and Clinical Training in Medical Physics) تر عنوان لاندي جوړ شوی وو.

په دي زده کړیز پروګرام کې د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق څخه د نظارت ریاست کارکونکي محمد روف اګاه په رسمې توګه ورپیژندل شوی وو، چې یاده دوره یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.

ښاغلي اګاه په ایران هیواد کې  ددي دورې له بشپړولو وروسته، د ۱۴۰۰/۰۱/۲۳ د دوشنبې په ورځ د هستوي انرژۍ ادارې ټولو تخنیکي او تخصصي کارکونکو ته د خپل کړي سفر ټول زده کړیز فعالیتونه د پریزنټیشن له لارې وړاندي کړل.

اګاه زیاته کړه چې دا زده کړیز پروګرام په خاصه توګه د راډیوټراپي په برخه کې (د ایونایزونکو وړانګو او راډیواکټیف منابعو په واسطه د سرطان ناروغۍ درملنه) په عملي او نظري توګه ترسره شوو.

همداراز د راډیوټراپي د اهمیت په برخه کې د وړانګو په واسطه د سرطاني تومورونو درملنه په اړه یې هم معلومات وړاندي کړل او په دي برخه کې د یادې ټکنالوژۍ په اړه هم ګډون والو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

ښاغلي اګاه وویل له راډیوټراپۍ څخه موخه د سرطاني حجراتو له منځه وړل له حداکثر څخه حداقل ته او د بدن د سالمو انساجو او د بیلابیلو ارګانونو د ضایعاتو او اضرار، د ناروغ د بدن د غړو بیا ښه کیدل (لکه د سږو، پښتورګو او پروستات) ، د غړو د ضایعاتو له ډیریدلو څخه مخنیوی او د ناروغۍ د نښو کمیدل (لکه درد) یاد کړل، او زیاته یې کړه چې د درملنې د یو لړ خاصو تګلارو په کارولو سره، د راډیواکټیف منبع وړانګه د تومور یا اخته انساج تر هدف لاندي نیول کیږي او د وړانګو د منبع د دوز په اړه د محدودیتونو کړنه تر سره کیږي.

په پای کې یې زیاته کړه په داسي حال کې چې په ټول هیواد کې د راډیوټراپۍ د تګلارو په کارولو سره د سرطانې ناروغیو د تشخیص او درملنې کوم د راډیوټراپۍ  مرکز او متخصصین شتون نه لري، او د ورته پرګرامونو جوړول او په افغانستان کې د ورته زمینو برابرول ډیر اړین دي تر څو په درملنه کې د ورته تګلارو څخه کار واخستل شي. په ورته برخه کې د لا زیاتې پاملرنې په هیله.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته