د هستوي ټکنالوژۍ تطبیق څخه د نظارت ریاست

د هستوي ټکنالوژۍ تطبیق څخه د نظارت ریاست یو له مهمو موخو څخه د ایونایزونکو وړانګو پر وړاندي خوندیتوب، ساتنه او همدا رنګه د راډیواکټيف توکو د امینت تامین دی.

د دې هدف لپاره اړینه ده تر څو په راډیولوژي، رادیوتراپي، صنعت او نورو اړونده برخو کې د ناروغانو، کارکونکو او عامو وګړو د وړانګو دوز راټیټ شي چې دا چاره یوازي د قوانینو، مقرراتو او مناسبو کړنلارو له لاري شوني ده. مونږ هڅه کوو د ایونایزونکو وړانګو تولیدونکي دستګاوو، تجهیزاتو او منابعو فعالیتونه معیاري او د وړانګو کارکوونکو ته چې په دې برخه کې په کار بوخت دي اړینې زده کړي ورکړو او همدارنګه هغوۍ ته له طبي دستګاوو او همدا ډول سکنرونو سره د کار کولو زده کړیز پروګرامونه اماده کړو. 

د هستوي ټکنالوژۍ تطبیق څخه د نظارت ریاست په لاندي څو برخو کې فعالیت کوي:

لومړی: له وړانګو څخه ځان ساتنه ، څارنه او کنټرول او د جوازلیکونو د صدور برخه:

په هیواد کې د ایونایزونکو وړانګو د تولیدونکو دستګاوو او منابعو فعالیت باید په داسي یو لاره حرکت وکړي چې د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې ټول اصول پکې رعایت شي. او دا چاره په ټولنه کې د خوندیتوب کلتور د خپراوي له لاري شونی ده. چې بې له شکه دې موخي ته د رسیدو لپاره په هیواد کې روغتیایي مرکزونه، ټولنې، رسنۍ د پوهنتونونو د محصلینو ټولنې او نورعلمي مرکزونه کولای شي ښه رول ولوبوي.

د وګړو د وړانګو ډوز له دوه اړخونو اړین دی لومړی هغه کسان چې د دندي پر مهال پر وړانګو معروض کیږي او همدا ډول هغه چې د ناروغیو د تشخیص او درملني لپاره د وړانګو ډوز اخلي.

هر کال ډیر زیات خلک د بیلا بیلو ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه د یو لړ خاصو طبي تګلارو  په واسطه ایونایزونکو وړانګي اخلي، ځکه خو باید د وړانګو پر وړاندي د معروضیت د څرنګوالي په برخه کې پاملرنه وشي.

د هستوي انرژي د قانون، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې او جوازلیکونو مقررو پر بنسټ د وړانګو منابع او تجهیزاتو هر ډول کارونه باید د اټومي انرژي عالي کمیسیون، د هستوي انرژۍ ادارې څخه د فعالیت جواز ولري.

ټول ایونایزونکي ماشینونه، وسایل او راډیواکټیف منابع چې په هیواد کې د بیلا بیلو موخو لپاره په مختفلو برخو کې لکه طبابت، صنعت، زارعت او داسي نورو کې کاریږي د هستوي اداره یې د  ثبت او جواز ورکولو مسئولیت لري. د وړانګو منابع د مصئونیت او امنیت له مخې په ۵ ډلو ویشل کیږي چې د جواز صادرولو هري ډلي لپاره بیلابیل معیارونه په پام کې نیول شي دي .د هستوي انرژۍ قانون د 9 مادي پر بنسټ جواز د یو کال لپاره صادریږي او د ختمیدو له نیټې وروسته د دوهم ځل لپاره یي تمدید حتمي ده. د ایونایزوونکو وړانګو په برخه کې هر ډول فعالیت د هستوي انرژي اداري له جوازه پرته غیر قانونې ده.

هر هغه حقیقي یا حکمي شخص چې د بیلا بیلو موخو لپاره د قانون په چوکاټ کې د راډیواکتیف توکو او یا هم د ایونایزونوکو وړانګو په برخه کې د فعالیت قصد لري اړینه ده تر څو په لومړې پړاو کې د هستوي انرژۍ ادارې ته خپله غوښتنپاڼه وسپاري، د جواز د صادرولو نه مخکې د هستوي انرژۍ اداره ټول هغه ایونایزونکې تولیدي منابع، دستګاوي او د هغوۍ د کارولو ځای چې په اړه یې د غوښتونکې له خوا معلومات وکړل شوي څاري که په دې جریان کومه ستونزه پیدا شوه نو لومړی باید دا ستونزه حل او بیا خپل فعالیت پیل کړي.

حقوقي یا حکمي کس مکلف ده، چې د وړانګو د حفاظت جزییات په مکمله توکه د هستوي انرژۍ ادارې ته وسپاري اود غوښتنپاڼې له ډکیدولو وروسته له ټولو اسنادو، د استعلام او بانکې اویز سره یو ځای د هستوي تکنالوژۍ د تطبیق ریاست ته یې وسپاري.

د غوښتنپاڼې او اسنادو له کتني وروسته که چیري په فورم کې ټول غوښتل شوي معلومات او مدارک بشپړ وي نود هستوي تکنالوژۍ د تطبیق ریاست له لوري د ایونایزونوکو منابعو د فعالیت جواز صادریږي

په راډیولوژیکې مرکزونو کې د روزل شویو او متخصصو کسانو نه شتون چې په عامه توګه له ناروغانو سره سروکار لري د دې لامل کیږي چې ناروغ ته د وړانګو زیات دوز ورسیږي، چې په دې صورت کې به د ناوړه او د بدو پایلو کچه هم ورسره لوړه شي چې په پایله کې د ډیرو ستونزو لکه ستړیا، د پوست ځیني حساسیتونه او ډول ډول سرطانونولامل کیږي.د وړانګو په هر فعالیت کې باید ګټه او تاوان په نظر کې ونیول شي او هرهغه عمل چې د انسان روغتیا ته تاوان تر ګټي زیات وي باید مخه یې ونیول شي.

نو  د وړانګو کارکوونکو پوهاوی، تجربه او د خوندیتوب کړنلارو رعایت  کولای شي په دې برخه کې ښه رول ولوبوي. که دا کسان اړین پوهاوي او تخصص ونلري نو شوني ده چې خپل ځان او یا هم هغه ناروغان چې د درملنې او تشخیص لپاره وړانګې اخلي،زیانمن کړي.په دي اساس د هستوي انرژۍ ادارې د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق ریاست مسئولیت لري تر څو د ایونایزونکوو وړانګو تولیدونکي ماشینونه او راډیواکټیف منابعو اړوند فعالیتونه په ټولو برخو کې کنټرول او وڅاري.

دوهم- صنعت:

د هستوي انرژي ادارې له مهمو موخو څخه یو یي هم د صنعت په ډګر کې د هستوي انرژۍ سولییزه کارونه ده. له شکپرته چې په ننې عصر کې د هستوي انرژۍ او درادیوایزوتوپونو کارول د صنعت په بیلا بیلو برخو کې په پراخه کچه کارول کیږي، په دي وروستیو کې په صنعت کې د هستوي انرژي د تخنیکونو کارول ډیر شوي او پرمختللو هیوادونو په دې برخه کې په لوړه کچه پانګونه کړي چې د مهمو لاس ته راوړنو شاهدان دي.

د کیفیت  کنټرول، په لوړ سرعت سره د دقیقي اندازه ګیرۍ لپاره کولای شو د مختلفو رادیوایزوتوپونو څخه ګټه واخلوچې دا کړنلاره کولای شي د ډیرو نورو مروجوکړنلارو ښه او ارزانه بدیل وي. له دې تخنیکونو څخهپه نفتي صنایعو، ګاز، کیمیاوي کارخانو، پټروشیمي، د کاغذ او لرګیو صنایع، د موټر جوړونې صنعت، رنګ، سمنټ، کانونه، د سړکونو جوړول، او د علمې اطلاعاتو د راټولولو په موخه د بیلابیلو اهدافو لپاره لکه  د اجسامو د کثافت تعیین، دسطح پیړوالې،  همداراز په ډیرو نورو صنعتيبرخو کې او همدا ډولد کرنې او ځنګلونو تنظیم په برخه کې د خاورو د محتویاتوتعیینولو، او  رطوبت معلومولو لپاره وکاریږي.

دا تخنیکونه په ښارجوړونې وزارت، کرنې او مالدارۍ وزارت، د ابو او بریښنا وزارت، د کانونو او پطرولیم وزارت او همداراز د صنعتي کارخانو، کیمیاوي او سړک جوړولو کمپنیو او په نورو صنعتي برخو کې په کار وړل کیږي.

د نړۍ پرمختللي او صنعتې هیوادونه له نوموړو تخنیکونو څخه په زیاته اندازه ګټه پورته کوي، د کیفیت د کنټرول په برخه کې د هستوي ګیجونو کارول مهم رول لريچې په کم وخت اوکم لګښت سره دقیق اطلاعات ترلاسه کیږي.

هغه کارکوونکي او شرکتونه چې دا دستګاوي کاروي،جوړوي یا انتقالوي له مصئونیتي پلوه له یو لړستونزو سره مخ کیږي،چې باید یو شمیر اړینو تدابیرو ته پاملرنه وشي. مونږ د صنعتي پروژو د کیفیت د ښه والي، سړک جوړونې د اوبوبندونو او داسي نورو برخو کې کولای شو د هستوي ګیجونو څخه ګټه واخلو چې دا چارهکولای شي د پروژو په تطبیق کې تر میلونونو ډالره وسپموي.په دې موخه د هستوي انرژۍ ادارې کارپوهان او متخصصین کوښښ کوي چې د مطالعاتو او علمي څیړنو له لاري، ددي تخنیکونو کارول،اړوند ادارو او وزارتونو ته وړاندي کړیتر څو په زیربنایي پروژو کې د هیواد اقتصاد د ښه کیدو او له بل لورې د پروژو د لګښت په ټیټوالي او همدارنګه د کیفیت په لوړوالياو د کاري موادو د کیفیت کنټرول کې اړین رول ولوبوي.

دریم- کرنه:

په نړیواله کچه د انسانانو د نفوس ډیریدل او د غذایې موادو کمښت یو له هغه لاملونو ده چې د غدایي محصولاتو ډیروالي او کیفیت لوړوني ته یې د سایسنپوهانو پام اړولی. په اوسنې وخت کې په دې برخه کې د راډیواکټیف توکو او هستوي تخنیکونوکارونيد کرني په برخه کې لوی انقلاب رامنځ ته کړی.هستوي تخنیکونهد کرنې په مختلفو برخو کې لکه د ابو او خاوري مدیریت ،د وښو او بوټو تغذیه، د نباتاتوجنیټکي اصلاح،  وترنري، د افاتو کنټرول، غذایې صنایع او چاپیریال ساتني په برخه کېکاریږي.له شک پرته د کرنیزو موخو د دوامداره پرمختګ په برخه کې د خاوري، غذایې موادو اوموجوده تعامل، مهم رول لري.

په دې برخه کې د ایزوتوپونو په کارونې سره کولای شو د کیمیاوی سرې او هغېد کاروني غوره مهال، ځای او اندازه یې په خاوره کې، د خاوري د مایکروارګانیزمونو  فعالیت او همداراز په خاوره او بوټو کې د غذایې عناصرو انتقال وڅیړو.له بلي خوا د غذایې موادو د  ساتنې په موخه د کیمیاوي موادو کارونه نه یوازي د مصرف کوونکو لپاره بلکې د چاپیریال لپاره هم مضر دي.د کرنیزو توکو د کیفیت لوړوني او د عمر زیاتوالي لپارهد وړانګو کارول د یوي بې خطره تګلاري په توګه په ډيرو هیوادونو کې په لوړه کچه روان دی. نو په دي اساس د هستوي انرژي ادارې متخصصین او کارپوهان هڅه کوي چې په دې برخه کې د هستوي تخنیکونوکارونه وڅیړي او همداراز په هیواد کې  د دې تخنیکونو تطبیق ته  د کرني وزارت او خصوصي سکتورونو له لاري زمینه برابره کړي.

څلورم- لابراتوار او تخنیکې مرستي:

د هستوي انرژۍ ادارې له شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه او د نړیوال اټومي انرژي اژانس او نورواړونده نړیوالو سازمانونو په مرسته یو شمیر هغه تخنیکي توکې او وسایل چې ددې اداري په مختلفو کاري برخو کې کاریږي تر لاسه کړي،چې په اوس کې دا وسایل د دې ادارې هغه کاروکونکي چې له وړانګو او راډیواکټیف توکو سره کار کوي، له خوا کاریږي. همدارنګه په کانونو کې د راډیوکټیف توکو د اندازه کولو، د افغانستان په ګمرکونو کې د راډیواکټیف موادو کنټرول ، د راډیو اکټیف توکو د قاچاق په مخینوي، د بي سرپرسته راډیواکټیف د منابعو موندلو په برخه کې کاریږي.

پنځم- (RASIMS)Radiation Safety Information Management System:

د هستوي انرژۍ اداري له مسولیتونو څخه یو یې هم د نړیوالې اټومي انرژي اژانس سره د راډیواکټیف موادو، ایونایزونکو دستګاو او په هیواد کې د نړیوال اټومي انرژي اژانس د تخنیکي پروژو تطبیق څرنګوالې د اطلاعاتو تبادله یا راکړه وکړه ده.

د هستوي انرژي اداره د هستوي انرژي د قانون، د وضع شویو مقررو او طرزالعملونو په اساس او همداراز د نړیوال اټومي انرژي اژانس د معیارونو او طرزالعملنو سره سمپه خپل سیستم کې دد وړانګو څخه د ځان ساتني معلومات کره او پر وخت  په دې سیستم کې ثبت او ساتې.