د اطریش او چک جمهوریت هیوادونو ته د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس د رسمي سفر ګزارش

aaehc-af
Dr Shaaran

د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ ( د افغانستان هستوي انرژي اداره) عمومي رییس جناب ډاکتر طاهر شاران د ۲۰۱۹ د جنوري په ۲۹-۲۸ د نړیوال اټومي اژانس په ناسته کې، چې د ۳۶ کم توسعه هیوادونو د فعالیت او مطالعاتو بررسي او د هغوۍ د موفقو تجربو په اړه او د ستونزو د بررسي په موخه ګډون درلود.

ښاغلي ډاکتر شاران سفر د نړیوال اټومي انرژي له تخنیکي ډیپارټمینټونو سره او د امنیت په ګډون د راډیواکټیف موادو مصونیت او د ځینو هستوي تکنالوژي استفاده د کابل او ځینو نور سیمو د زمکنیو اوبو د نقشي جوړل په اړه ناسته او خبري وکړي. او همداراز د آټومي انرژي عالي کمیسیون د کارکونکو تحقیقاتي راپور چې د کابل په قصبه سیمه کې د راډیواکټیف موادو په برخه کې تر سره شوی وو د نړیوال آټومي اژانس له کارپوهانو سره شریک او له هغوۍ څخه یې د مشترکې همکارۍ غوښتنه وکړه.

په یاد سفر کې د افغانستان لخوا هییت د آژانس له مسولیونو سره د ۲۰۱۹ نه تر ۲۰۲۱ کال پوري د اختصاصي پروژو په اړه د صحت، زراعت، اوبو او انرژي او د راډیواکټیف موادو مصونیت په اړه او د تطبیق لپاره د عملي کولو په لارو چارو هم خبري وکړي. همداراز په افغانستان کې د پخوانیو پروژو د نه تطبیق په برخه کې هم د ستونزو په اړه هم د نظر تبادله وشوه او د آژانس مسولیونو د افغان کارپوهانو لپاره د آموزشي او علمي سفرونو په اړه د افغانستان دننه او بهر تعهد وکړ.

د یادولو وړ ده چې افغانستان له څو میاشتو جدي غوښتنو وروسته په رسمي توګه د هستوي ازمایښتونو د منع نړیوال ارګان عضویت هم تر لاسه کړی. په یاده ناسته کې چې ښاغلي شاران د هستوي ازمایښتونو د منع ارګان له سازمان سره درلودلي دي نتیجې ته ورسیدل چې ډیر ژر به نړیوال آټومي آژانس کمپیوټري سرور، د ګاونډیو هیوادونو د هستوي فعالیتونو د نظارت او د ځمکي لرزو د مطالعي په اساس  په نړیوال سرور کې، په افغانستان کې نصب کړي.

د افغانستان د آټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس د اطریش سفر په تعقیب بل سفر د چک هیواد ته د فیبروري په ۴ او ۵ درلود.

 په دي سفر کې ښاغلي طاهر شاران په چک هیواد کې د IGV په ګډون د څو نیمه دولتي شرکتونو سره چې د هستوي تکنالوژي په برخه کې فعالیت کوي ملاقاتونه درلودل، تر څو ددي هیواد په مرسته په افغانستان کې د اټومي انرژي د نخشي په برخه کې، او همداراز په صنعت  او د افغانستان په اوبو کې د راډیواکټیف موادو د بررسي په برخه کې د هستوي تکنالوژي په استفادي سره سهولت فراهم کړي. همدارنګه د وزیرانو شورا د مصوبي عملي کیدلو موضوع چې د ګاما واړنګو تکنالوژي په استفادي سره د وچو او لندو میوو د خرابیدو مخنوی او د روغتونونو د وسایلو څخه ساتنه او خبري وشوي

همدارنګه د افغانستان د هستوي انرژي اداري رییس د پراک ښار د تخنیکي پوهنتون له مسولینو سره د افغانستان څخه د یو شمیر تحصیلي برسونو په اړه هم خبري کړي تر څو په یاد هیواد کې افغان محصلین  هستوي فزیک کې زده کړي وکړي افغان پلاوي له کارپوهانو سره ده کوچنیو ریاکټورونو چې د انتقال وړتیا هم لري خبري کړي.