د اندراګاندي روغتون په تالار کې ددي روغتون روغتیایې کارکونکو ته د روغتیا، ټولنې او چاپیریال ساتنې باندې د بیولوژیکي وړانګو اغیزي په اړه زده کړیز پروګرام وړاندي شوو

aaehc-af
Tue, Jul 02 2019 2:53 PM
داکتر صاحب شاکر

د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د پلان سره سم د روان کال د سرطان میاشتي په ۱۱ د سه شنبي په ورځ یوه ورځنی زده کړیز پروګرام د اندراګاندي روغتون په تالار کې وړاندي کړ، دا پروګرام په طب کې د هستوي تکنالوژۍ تطبیق متخصص ښآغلي سبحان الله شاکر له خوا وړاندي شو.

د دیترمنستیک وړانګو تصادفی اغیزي، د عامو خلکو لپاره د وړانګو نرمال دوز اندازه (چې د یو ملې سیورټ څخه زیاته نه وي) او د هغه کارکونکو لپاره چې له وړانګو سره سرو کار لري معلومات ارایه کړ.

ښاغلی ډاکتر شاکر وایي، مونږ په داسي یو چاپیریال کې ژوند کوو چې هیڅ ډول د وړانګو یا Radiation څځه په امان کې نه یو، حتی د غذایي موادو لکه کیله چې د پوتاشیم ۴۰ لرونکې ده او همداسي په صنعتي موادو کې دا ټول هغه څه دي چې د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي.

د یادولو وړ ده ددي زده کړیز پروګرام په دوام کې د متخصصینو سوالونو ته ځوابونه ورکړل شول او د دي روغتون کارکونکو ته چې د طبي توکو سره سروکار لري لکه اکسري، سي تي اسکن او د انجیوګرافي پروسیجرونو په برخه کې معلومات ورکړل شوو او ټولو هغو کسانو ته چې د دولت په چوکاټ کې د خدمت په حال کې دي د دوزیمترونو د توزیع وعده ورکړل شوه.

یاد پروګرام د اندراګاندي روغتون د انګولوژي څانګې د مسولینو لخوا په قدردانۍ او په راتونکې کې د ورته همکاریو په غوښتنه پای ته ورسیدل.

 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS