مالیزیا هیواد ته د ښاغلي ډاکټر طاهر شاران او قدم علي سلطاني د سفر راپور

aaehc-af
Sat, Dec 07 2019 12:03 PM
مالیزیا هیواد ته د ښاغلي ډاکټر طاهر شاران او قدم علي سلطاني د سفر راپور

د ۱۳۹۸ کال د لړم له ۱۱- ۱۵ پوري د هستوي انرژۍ عمومي رئیس ډاکټر طاهر شاران او د هستوي تطبیق ټنکالوژۍ رئیس قدم علي سلطاني د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس (IAEA) په مرسته د مالیزیا هیواد د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې جوړه شوي وه ګډون وکړ.

دا علمي ناسته چې د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس په مرسته د (Governmental and Regulatory Infrastructure for Radiation Safety) تر عنوان لاندي جوړه شوي وه، په دي نساته کې د مالیزیا هیواد د لوړو زده کړو وزارت، هستوي انرژۍ اژانس او د اټومي انرژۍ د جواز ورکونې عمومي ریاست مسئولینو او لوړپوړو چارواکو هر یو: ډاکټر محمد عبدالوهاب د هستوي انرژۍ اژانس عمومي رئیس، ډاکټر نور اشمیرا د عامي روغتیا وزارت د هستوي طب عمومي ریاست معاون، ډاکټر همرا د اټومي انرژۍ د جواز ورکونې عمومي رئیس، ډاکټر محمد پائیزي د هستوي چارو اجرائیوي ریس، اغلې ډاکټر سارین د پروګرامونو همانګ کونکې او د مالیزیا د هستوي انرژۍ اژانس یو تعداد تخنیکي او لابراتواري کارکونکو ګډون درلود.

په دي ناسته کې د دواړو لوریو چارواکو د مالیزیا هیواد د هستوي انرژۍ سازمان، عامي روغتیا وزارت او د اټومي انرژۍ د جواز وکونې بورډ عمومي ریاست او د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري د علمي – تخنیکي همکاریو په برخه کې د ځان ساتنې، د راډیواکټیف موادو او منابع مصئونیت او امنیت، د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس له سټنډردونو سره په مطابقت د زیربنایې مقررو ضرورتونه، د ساتنې د مقررو جوړول او تطبیق کول، د هستوي موادو او وړانګو منابع مصئونیت او امنیت، د ایونایزونکو دستګاوو او وړانګو منابع حفاظتي او امنیتي پالیسیو جوړول، په صنعت او کرنه کې په مناسبه توګه د هستوي تجهیزاتو او وړانګو د کارونې لپاره د طرزالعمل او تګلارو جوړل او طبیق کول، د قوانینو تطبیق، د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس د مقررو او اسټنډردونه په اساس د راډیو اکټیف موادو د حمل نقل، د هغوۍ نظارت او کنټرول، د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس د مرستو څرنګوالی، د هستوي صنعت په برخه کې د غوښتنې د مرحلو ترسره کولو څرنګوالی، هستوي کرنه، هستوي طب،  د غاښونو او وترنرۍ راډیوتراپي او راډیولوژي، په هستوي فعالیتونو کې د قانونې تختیو د پروسیجرونو د تعقیبولو څرنګوالی، له قانون سره سم د اجرااتو تر سره کول او هستوي مقررو او ټګلارو باندي دوه اړخیزي خبرې تر سره شوي.

د ناستي په پای کې د دواړو لوریو چارواکې دي پایلې ته ورسیدل چې د مالیزیا هیواد د هستوي انرژۍ اژانس او عامي روغتیا وزارت به د تخنیکي پروژو (TC Project) او د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس به د افغانستان د هستوي انرژۍ له اداري سره به د لابراتواري توکو او تجهیزاتو کالیبریشن، د هستوي انرژۍ اداري تخصصي کارکونکو ته تخصصي او مسلکي زدکړو ورکول، د فیلوشیبونو په نظر کې نیول، ددي اداري کارکونکو ته زده کړیز پروګرامونو، ورکشاپونو او سیمینارونو جوړل، افغانستان ته د په ورته برخو کې د متخصصینو او کارپوهانو رالیږل د تخصصي او مسلکي مرستو په موخه، د ماسټرۍ او دوکتورا په برخه کې د بورسیو ورکول، په افغانستان کې د راډیواکټیف موادو منابع مصئونیت او امنیت په برخه کې د علمي – تخنیکې مرستې تر سره کوي.

د یادولو وړ ده چې ددي خبرو تر څنګ د افغانستان له خوا هیئت د مالیزیا هیواد د هستوي انرژۍ اژانس له لابراتوارونو او عامي روغتیا وزارت څخه هم لیدنه وکړه.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS