په هستوي انرژۍ اداره کې د اساسي قانون د تصویب ملې اونۍ ولمانځل شوه

aaehc-af
Sat, Jan 25 2020 3:16 PM
تجلیل از هفته تصویب قانون اساسی دراداره انرژی هستوی

د ۱۳۸۹د سلواغه ۵ په هستوي انرژۍ اداري د افغانستان د اساسي قانون د تصویب ملې اونۍ ولمانځل شوه. افغانستان له یوې سلیزي را په دي خوا د بیلا بیلو اساسي قانونو درلودونکی وه، په لومړی ځل د امیر امان الله خان په وخت کې په کال ۱۳۰۱ کې د (دولت اساسي نظام نامې) په نامه تصویب او نشر شو، چې په دوام یې په کال ۱۳۰۹ کې ( د دولت اساسي اصول)، په کال ۱۳۴۳، په کال ۱۳۵۶، په کال ۱۳۵۹ کې د ( افغانستان د جمهوري دموکراتیک اساسي اصول)، په کال ۱۳۶۹، په کال ۱۳۷۲ کې د (افغانستان اسلامي دولت اساسي اصول) اساسي قوانونونه تصویب او نشر شوي دي، چې ورستی یې په کال ۱۳۸۲ کې د افغانستان اساسي قانون تصویب او په رسمي جریده کې نشر شوو.

دا پروګرام د هستوي انرژۍ اداري د عمومي ریئس ډاکټر طاهر شاران په وینا پیل. او په خپلو خبرو کې د هستوي انرژۍ اداري کارکونکو او ګډونوالو ته د افغانستان د اساسي قانون د تصویب ملي اونۍ مبارکې وویله او په دي اداره کې د قوانیونو مقررو په تطبیق ټینګار وکړ.

ښاغلي شاران د هیواد د نافذه قانینونو تطبیق په برخه کې اشاره وکړه چې د هستوي انرژۍ اداري په ټولو چارو کې قوانین په ښه توګه تطبیق کیږي. او زیاته یې کړه د دي اداري څو فعالیتونه په خاصه توګه د ښاریانو مصئونیت او له راډیواکټیف توکو د چاپیریال ساتنه او د ایونایزونکو وړانګو په برخه کې له اساسي قانون سره نږدي اړیکې لري او د هستوي انرژۍ اداره په ورته برخو کې فعالیت ترسره کوي.

د هیواد د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت مستقل کمیسیون غړی ښاغلی ډاکټر عبدالله شفاهي چې په دي پروګرام کې ګډون درلود خبري وکړي او اساسي قانون یې په هیواد کې د ټولو جوړ شویو قوانینو مور وبلل او زیاته یې کړه «ټول قوانین د اساسي قانون په اساس رامنځ ته شوي او ترتیب کیږي ښاغلي شفاهي د هیواد اساسي قانون د سیمې په سطحه یو پیاوړي او ښه قانون او د افغانستان د ټولو خلکو ګډ تعهد او پریکړه وبلله.

ښاغلي شفاهي په خپلو خبرو کې د هیواد د اساسي قانون بر تطبیق د نظارت کمیسیون د دندې په اړه هم خبري وکړي او زیاته یې کړه «د هیواد د اساسي قانون پر تطبیق د نظارت کمیسیون دنده، د اساسي قانون په څرنګوالي او تطبیق باندي نظارت کول دي.

وروسته د جمهوري ریاست د دوهم معاونیت حقوقي مشاور ډاکټر محمد باقري په دي پروګرام کې خبري وکړي او اساسي قانون پر تطبیق یې ټینګار وکړ، او وویل اساسي قانون د ټولو افغانانو لپاره یو شان ده.

ښاغلي باقري همداراز زیاته کړه اساسي قانون په سیمه کې یو بې جوړي او ټولنې ته جواب وینکی قانون ده. له اساسي قانون څخه په یو ډیر ښه وخت کې په ټولیزه توګه بیا کتنه شوي او تصویب شوی، خو ددي قانون نه تطبیق یې یو غټه ستونزه وبلله او وویل نا امنې، اداري فساد او فقر هغه شی دي چې د اساسي قانون د نه تطبیق لامل شوي.

د پروګرم په پای کې ښاغلي جاوید وجدي د هستوي انرژۍ اداري د قوانینو او مقررو متخصص په دي اړه د غونډي ګډونوالو ته پریزینټیشن وړاندي کړ، او د اساسي قانون د لا ښې مطالعې او تشویق په موخه یې له ګډونوالو د اساسي قانون په اړه ازموینه واخستله چې په ترڅ کې څو تنو ځواب وینکو ته یې نقدي جایزه هم ورکړه.

د افغانستان اساسي قانون په کال ۱۳۸۲ کې په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو کې د لوی جرګې له خوا تصویب شوی او هر کال په هیواد کې د اساسي قانون د تصویب ملي اونۍ لمانځل کیږي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS