په هستوي انرژۍ اداره کې د مسلکي طرزسلوک او د اسلام له نظره د کورنۍ حقوق سیمینار وړاندي شو

aaehc-af
Mon, Oct 05 2020 11:21 AM
تدویر برنامه طرز سلوک مسلکی – و حقوق خانواده از نظر اسلام در اداره انرژی هستوی

د "مسلکي طرز سلوک او د اسلام له نظره د کورنۍ حقوق" تر عنوان لاندي یو ورځنی روزنیز پروګرام چې د ۱۳۹۹ کال د میزان په ۱۴ د هستوي انرژۍ اداري په تالار کې د جندر امریت لخوا د ښځو چارو وزارت په مرسته جوړ شوی وو د هستوي انرژۍ اداري د معاون ښاغلي زاهدالله زاهد په وړاندي د دي اداري کارکونکو ته سیمینار وړاندي شو.

د یادي پروګرام په پیل کې د هستوي انرژۍ اداري معاون ښاغلي زاهدالله زاهد خبري وکړي او ورته روزنیز پرګرامونه جوړول یې اړین او له جوړولو څخه یې مننه وکړه. همدارنګه په کاري چاپیریال کې د مسلکي طرزسلوک، یو بل سره مرسته او احترام او په کاري چاپیریال کې د حقوقو مراعتولو په اړه لنډي خبري وکړي.

په کاري چاپیریال کې د مسلکي طرز سلوک پرزنټیشن د هستوي انرژۍ اداري د جندر امره اغلې عزیزه بزګر لخوا او همدارنګه د اسلام له نظره د کورنۍ حقوق پریزنټیشن د ښځو چارو وزارت نماینده اغلې شکريه له خوا ګډونوالو ته وړاندي شو.

اغلې بزګر زیاته کړه د کاري چاپیریال له اړینو برخو څخه یو هم مسلکي طرزسلوک دی چې د یوې اداري کارکونکي د سلوکو په مراعتولو سره خپل کارونه په ښه توګه تر سره کولای شي. اغلې زیاته کړه د ملکي خدمتونو کارکونکو نیک طرزسلوک له دولتي ادارو څخه د خلکو د حمایت یو له مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي چې همداراز د طرزسلوک په مراعاتولو سره کارکونکو ته کاري فضا لا ښه کیدلای شي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS