د هرات ولایت د اسلام قلعه ګمرک له اسکنرونو څخه نظارت

aaehc-af
Sat, Jun 29 2019 10:10 AM
بررسی و نظارت از اسکنر گمرک سرحدی بندر اسلام قلعه – هرات

د هستوي انرژۍ ادارې د کاري لومړیتوبونو څخه یو هم په هیواد کې د هوایې ډګرنو او سرحدې بندرونو له امنیتي سکنرونو لیدنه، ثبت، نظارت، او څیړنه ده. د هستوي انرژۍ قانون، مقررې او له وړانګو څخه د ساتنې له سټنډرډونو سره سم باید خلک او چاپیریال د راډیواکټیف منابعو، ایونایزونکو وړانګو او ایونایزونکو ماشینونو په وړاندي مصئون وي. د خلکو او چاپیریال ساتنه او مصئونیت او همداراز د نا قانونه راډیواکټیف منابعو، توکو او ایونایزونکو تجهیزاتو قاچاق په موخه د هیواد سوداګریزو بندرونه په مجهز امنیتي سکنرونو سمبال شي. د هوایې ډګرونو او سوداګریزو بندرونو مجهز کیدل په اسکنرونو سره کولای شي، چې په هیواد کې د هر ډول نا قانونه راډیواکټیف موادو، منابعو، تجهیزات او ایونایزونکو توکو له صادراتو او وارداتو څخه مخنیوی وکړي. ددي سیسټم په پلي کولو سره به د هیواد په ګمرکونو کې روڼتیا رامنځ ته شي او د نا قانونه کړنو مخه به ونیول شي ددي سیسټم پلي کول به د امینت او مصونیت په برخه کې هم ښه پایله ولري.

د جنوب لویدیځ زون د هستوي انرژۍ امریت په دي برخه کې له دخیلو ادارو او سرحدي مسوولینو سره د ۱۳۹۸/۰۳/۲۱ د اسلام قلعه بندر له امنیتي بندرونو څخه له نږدي لیدنه وکړه. د جنوب لویدیځ زون د هستوي انرژۍ ادارې امره اغلې الهه طاهري او ددي امریت کارپوهانو د اسلام قلعه ګمرک د امنیتي سکنرونو د نظارت او څیړنې تر څنګ یاد ګمرک مسولینو او تخنیکې کارکونکو ته د ایونایزونکو موادو ،منابع د خطرونو، د راډیواکټیف موادو قاچاق او همدارنګه د ایونایزونکو وړانګو په وړاندي د ساتنې او مصونیت اصولو په برخه کې هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

په پای کې د اسلام قلعه بندر ګمرک رئیس ښاغلي حمدالله همدرد د جنوب لودیځ زون هستوي انرژۍ امریت له همکارۍ مننه وکړه او وعده یې وکړه چې د سلام قلعه بندر د چارو د رونټیا او امنیت په برخه کې هر ډول مرستې ته تیار دي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS