د ختیځ زون(ننگرهار) هستوي انرژۍ آمریت د احاطې دیوال جوړولو قراردا لاسلیک
د غبرګولي په ۱۷ د ختیځ زون (ننګرهار) د هستوي انرژۍ آمریت د احاطې دیوال جوړولو قرارداد د هستوي انرژۍ آمریت، د ولایت مقام، ښارجوړونې ریاست اوننګرها مستوفیت استازو په حضور کې د لسو شرکتونو په ګډون داوطلبۍ ته وړاندي چې په پایله کې د ساحل زهیر ساختماني شرکت ددې پروژې ګټونکی وپیژند شو.
د ختیځ زون د هستوي انرژۍ آمریت د احاطې دیوال په ۹۶۰ متر مربع ځمکه چاپېر چې۱۰۶ متره اوږدوالی او۳ متره لوړوالی لري. همدارنګه د دیوال رنګ، دیوال پر سر اغزن سیم، دوه زرې دروازې او د څښلو اوبو لپاره د یوې اتیا متره ژورې څاه کیندنه په دې قرار داد کې شامل دي. د دې پروژې ټولیز لګښتیو ملیون او یو سل او اتیازره(۱۸۰۰۰۰۰) افغانۍده چې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کار پیل شي.
د یادي پروژې په پلې کیدو سره به د ختیځ زون د هستوي انرژۍ آمریت د فزیکي غیر منقولي شتمنۍ له مخې په افغانستان کې د هستوي انرژۍ د سولیيزي پالیسۍ په تطبیق کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي. او همدارنګه به له امنیتي اړخه ښه لاسته راوړنه وي.