د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو د منع ریاست
افغانستان نړیوالو کنوانسیونونو او میثاقونو ته متعهد ده، او د طبابت، صنعت، زراعت، تحقیق او فارمسي په برخه کې د کیمیاوي وسلو (CWC) ، بیولوژیکي زهرې وسلو او د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د سولیزي کارونې په موخه د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع ریاست رامنځ ته شوی. ددي ریاست اصلي موخه په نومړوي برخه کې د پروګرامونو جوړول، د تکنالوژي علمي پروژوي پروګرامونو رامنځ ته کول او هماهنګې، د انسانې منابعو پرمختګ، له پوهنتونونو، څیړنیزو او علمي مرکزونو ته د تکنالوژي انتقال د صنایع په تولید کې، د غذایې صنایع پراختیا، زراعت، کیمیاوي صنایع، بیولوژیکي او دوا جوړونې د یو ملي اجنډا د عنوان په توګه د اقتصادي او ټولنیزي پراختیا د دوامداره پرمختګ لپاره د یو بسیا او مډرن افغانستان کار کوي.
ددي ریاست عمده فعالیتونه د OPCW او BTWC/ISU سازمانونو سره د اړیکو تامینول، د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو سولیزه کارونه، مربوطه سازمانونو ته Declaration ، د کیمیاوي او بیولوژیکي فعالیتونو څارنه، د کیمیاوي صنایع انکشاف او د کیمیاوي او بیولوژیکي موادو مصئونیت او امنیت ارتقا ده. چې دا فعالیتونه یو لړ زیاتو قوانینو، مقررو او تګلارو ته اړتیا لري چې د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع قانون مسوده، د ډلیزو وسلو په وړاندي عامه پوهاوی، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست کارکونکو ته د زده کړیزو کورسونو اماده کول، له ملي او نړیوالو سازمانونو سره د اړیکو تامینول، له نړیوالو سازمانونو څخه د لابراتواري توکو تجهیز او تدارک، او له ذیدخلو ادارو د اړیکو تامینول ددي ریاست له لاسته رواوړنو څخه دي.
دا ریاست د کیمیاوي او بیولوژیکي موادو امنیت او مصئونیت، د کیمیاوي او بیولوژیکي پاته شنو د مصئونیت او د چاپیریال ساتنې د خطرونو څخه مخنیوی چې د نورو ټولو دیدخلو ادارو په مرسته هڅه کوي او د کیمیاوي او بیولوژیکي سولیزي کارونې په برخه کې په مهمو پروژو باندي کار کوي.
ددي ریاست یو له مهمو برخو څخه په CBRN باندي کار کول دي چې په پام کې ده، چې CBRN یا د کیمیاوي، بیولوژیکي، راډیولوژیکي او هستوي پیښو سره د مبارزي په موخه د ذیدخلو ادارو په مرسته یوه کمیټه جوړه شي تر څو د CBRN د پیښو د پیښیدلو په وخت کې هم مهاله مبارزه او په خپل وخت سره جواب ورکړل شي.
د تولیدي چارو تنظیم او څارنه، ترانزیت، ټرانسپورت، واردول، صادرول، د کیماوي او بیولوژیکي توکو مصرفونکو څخه د نهایې اطمینان حاصلول، د کیمیاوي او بیولوژیکي توکو ټول هغه فعالیتونه چې له هغوۍ څخه ناوړه استفاده کیږي مخنوی کول او دي موادو ته د تروریستانو نه لاسرسی د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو د منع ریاست یو لو مهمو دندو څخه ګڼل کیږي، چې له کلونو راپه دیخوا د هیواد د کمرکونو، کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، ملي امنیت عمومي ریاست، د تجارت او صنایعو وزارت او نور ډیرو ادارو په مرسته تر سره کیږي.
د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو د منع ریاست موخې او فعالیتونه په لاندي ډول دي:
لومړی - د کیمیاوي وسلو د منع او بیولوژیکي او زهروي وسلو د منع له سازمانونو سره د اړیکو تامینول:
- کلنی Declaration او همداراز د Declaration ټول ډولونو راپور د کیمیاوي وسلو د منع سازمان یا OPCW ته.
- په هیواد کې د کیمیاوي فعالیتونو او تاسیساتو په برخه کې د OPCW سازمان سره په څارنه کې همکارۍ.
- د CBM (Confidence Building Measures) لیږل و BTWC/ISU ته.
- د کیمیاوي وسلو د منع ملي قانون مسئودي جوړول او د بیولوژیکي وسلو دمنع ملي قانون.
- د CBRN او National Focal Point د مسئولیت ترلاسه کول او له مربوطه سازمانونو سره د اړیکو تامینول.
- د ملی امنیت شورا د ۱۵۴۰ قطعنامي د مسئولیت تر لاسه کول.
- د Mentorship قرارداد عقد له NACWC-Indi سره.
- په کنفرانسونو، ورکشافونو، سیمیناروو او زده کړیزو کورسونو کې چې د مربوطه سازمانونو لخوا دایر شوي وي ګډون کول.
دوم: استفاده صلح آمیز مواد کیمیاوی وبیولوژیکی
کیمیا نقش مهم وستون انکشاف اقتصادی ملت ها در عصر حاضر بوده وبدون کیمیا زندگی مترقی ومتمدن مشکل وحتی ناممکن میباشد. بدین ملحوظ فعالیت های ذیل جهت نیل به اهداف این ریاست قابل اجرا است.
دوهم - د کیمیاوي او بیولوژیکي موادو سولیزه کارونه:
- د کیمیاوي موادو د سولیزي کارونې رواج یا عام کیدل
- د کیمیاوي او بیولوژیکي موادو د امنیت او مصئونیت انکشاف
- د Recycle رواجول یا د کیمیاوي او بیولوژیکي پاته شونو بیا مندنه
- په هیواد کې د کیمیاوي موادو د تجارت تسهیل
- د انټي بیوټیکو په وړاندي د بکټریا د تعیین مقاومت
- د انتانې ناروغیو د درملنې په موخه په Bacteriophage باندي څیړنه
- د کیمیاوي او بیولوژیکي صنایع د امنیت او مصئونیت مدیریت
- د کابل ښار د ځمکنیو اوبو د زهري او کیمیاوي موادو د سطح تعینول
- د کابل ښار د ځمکنیو اوبو د میکروبي کیدو د سطح تعینول