د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز (ISTC) او د اورپايې اتحادیي په مالي مرسته د ۴۳ قلمه لابراتواري توکو او تجهزاتو مرسته وشوه

aaehc-af
Sat, Jun 01 2019 11:09 AM
دریافت 43 قلم وسایل و تجهیزات لابراتواری را از کمک های بلاعوض مرکز بین الملی ساینس وتکنالوژی (ISTC) با حمایت مالی اتحادیه اورپا

د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون سره د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز (ISTC) او د اورپايې اتحادیي په مالي مرسته ۴۳ قلمه لابراتواري توکو او تجهزاتو مرسته وشوه. د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز د منځنې ختیځ هیوادونو لپاره د حیات ساتنې او مصونیت پروژه د کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیو نیوکلیر په برخه کې د EU CBRN COE PROJECT (P53)   په نامه د پروژي تطبیق په غاړه لري. او ددي پروژي له اهدافو څخه د اټومي انرژي عالي کمیسیون، عامي روغتیا وزارت او د وترنري تحقیقاتي لابراتوار سره، د لابراتوار په برخه کې  د مډرنو او عصر توکو او تجهیزاتو مرسته ده.

د عامي روغتیا ملي انستیتیوت عمومي ریاست ددي پروژي د تطبیق په برخه کې د فوکل پاینت په توګه نقش درلود، د اټومي انرژي عالی کمیسیون ددي محترم وزارت له همکاریو څخه په خاصه توګه د عامي روغتیا ملي انستیتیوت ریاست څخه چې ددي پروژي د تطبیق په پرخه کې د اټومي انرژي عالي کمیسیون سره همکاره وو منندوی دی او ددي پروژي په برخه کې د لا ډیرو همکاریو په هیله یو.

د یادولو وړ ده چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون په نوي تعمیر کې د کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو د منع ریاست د لابراتوار په بشپړیدلو سره به د لابراتواري توکو او ماشین الاتو څخه به په عملي توګه کار پیل او ګټي اخستنې ته وسپارل شي. د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع ریاست لابراتوار د کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو د تشخیص په برخه کې د هیواد په کچه یو له عصري او مجهز لابراتوار څخه ګنل کیږي چې د متخصصینو، څیړنکو، پوهنتونونو او علمي نهادونو لپاره به د تحقیق زمینه هم برابره شي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS