د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز (ISTC) او د اورپايې اتحادیي په مالي مرسته د ۴۳ قلمه لابراتواري توکو او تجهزاتو مرسته وشوه
د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون سره د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز (ISTC) او د اورپايې اتحادیي په مالي مرسته ۴۳ قلمه لابراتواري توکو او تجهزاتو مرسته وشوه. د نړیوال ساینس او تکنالوژي مرکز د منځنې ختیځ هیوادونو لپاره د حیات ساتنې او مصونیت پروژه د کیمیاوي، بیولوژیکي او رادیو نیوکلیر په برخه کې د EU CBRN COE PROJECT (P53) په نامه د پروژي تطبیق په غاړه لري. او ددي پروژي له اهدافو څخه د اټومي انرژي عالي کمیسیون، عامي روغتیا وزارت او د وترنري تحقیقاتي لابراتوار سره، د لابراتوار په برخه کې د مډرنو او عصر توکو او تجهیزاتو مرسته ده.
د عامي روغتیا ملي انستیتیوت عمومي ریاست ددي پروژي د تطبیق په برخه کې د فوکل پاینت په توګه نقش درلود، د اټومي انرژي عالی کمیسیون ددي محترم وزارت له همکاریو څخه په خاصه توګه د عامي روغتیا ملي انستیتیوت ریاست څخه چې ددي پروژي د تطبیق په پرخه کې د اټومي انرژي عالي کمیسیون سره همکاره وو منندوی دی او ددي پروژي په برخه کې د لا ډیرو همکاریو په هیله یو.
د یادولو وړ ده چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون په نوي تعمیر کې د کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو د منع ریاست د لابراتوار په بشپړیدلو سره به د لابراتواري توکو او ماشین الاتو څخه به په عملي توګه کار پیل او ګټي اخستنې ته وسپارل شي. د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع ریاست لابراتوار د کیمیاوي او بیولوژيکي وسلو د تشخیص په برخه کې د هیواد په کچه یو له عصري او مجهز لابراتوار څخه ګنل کیږي چې د متخصصینو، څیړنکو، پوهنتونونو او علمي نهادونو لپاره به د تحقیق زمینه هم برابره شي.