د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

aaehc-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
خبر

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې عزیزه بزګر له خوا د ۱۴۰۰/۰۵/۱۸ نیټي باندي د ملکي خدمتونو د کارکونکو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون ډیروالی پالیسۍ په اړه وړاندي شوو.

اغلي بزګر په دي پروګرام کې د ستونزو په پیژندګولۍ، د ګمارنې مراحل، په کلیدي بستونو کې د ښځو ځای پرځای کول، ظرفیت جوړونه، د کار په محل کې د اطمینان رامنځ ته کول او له بیلا بیلو ادارو سره د اړیکو په جوړولو باندي خبري وکړي.

د وضعیت ارزونه او د ستونزو پیژندني په اړه: په مربوطه وزارتونو او ادارو کې د ښځو د وضعیت ارزونه، د پالیسیو پوري تړلي مواردو پیژندنه، د بست د تفکیک په اساس په ادارو کې د ښځو د ارقامو دقیق تعیین، د انکشافي پالیسۍ په مرسته د اداري په سطحه په خاصه توګه نارینه کارکونکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول معلومات وړاندي شول.

د انکشافي پالیسۍ اصل موخه: ښځو ته د ممکنه سهولتونو برابرول، د مصئون کاري چاپیریال جوړول، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ګډون د ډیروالې تشویق چې د وزارتونو او نورو ادارو د خالي بستونو د پیژندلو په برخه کې، عامه پوهاوی او د جندر له نظره د بشري سرچینو د ګمارنې یا استخدام پلان ترتیب دی.

د ګمارنې په دي پالیسۍ کې، د وزارتونو او دولتي ادارو په تشکیل کې د ښځو د ګمارنې ډیروالې په موخه ددي پالیسۍ په اساس په ازموینه کې ښځینه کاندیدي ته (۵) نمري د امتیاز په توګه ورکول کیږي تر څو د ملکي خدمتونو په تشکیل کې دا هر څه د ښځو د تشویق لپاره ورکول کیږي چې په دي اړه د مناسبه فضا په رامنځته کولو کې (له ذهنې او روانې فشارونو لري د یوي دوستانه فضا رامنځته کول) په اړه معلومات وړاندي کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته