د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اټومي انرژي عالي کیسیون لوړپوړی هییت د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي انرژي سازمان له لوړپوړو چارواکو سره وکتل

aaehc-af
Mon, Jun 17 2019 3:27 PM
تصویر ایران

د نړیوال اټومي اژانس په هماهنګۍ د هستوي تخنیکې – علمي همکاري د AFG-9007 او AFG-9008 پروژو په چوکاټ کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون او د ایران د اټومي انرژي سازمان تر منځ د هیواد د کارپوهانو او متخصصینو د ظرفیت لوړولو په موخه د طب، صنعت او زراعت په برخه کې ناسته تر سره شوه. په دي ناسته کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس ډاکتر طاهر شاران، د نړیوال اټومي اژانس نماینده، د بهرنیو چارو وزارت دری تنه کارکونکو د NLO په شمول، ددي کمیسیون یو تن کارپوه او د ایران د اټومي انرژي سازمان لوړپوړو چارواکو ګډون درلود

‌‌‌په دي ناسته کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون او د ایران د اټومي انرژي سازمان د لوړپوړي چارواکو تر منځ د ایران د اټومي انرژي سازمان د همکاریو په څرنګوالي، د اټومي انرژي سولیزي کارونې او د هغوۍ  د تخنیکونو کارول په افغانستان کې د تبادلي نظر تر سره شو، چې له دي ډلي څخه د تخنیکې – علمي همکاریۍ د هستوي تکنالوژي په کارولو سره د هستوي طب په برخه کې په خاصه توګه د سرطان د تشخیص او درملنه په اړه خبري وشوي

دا سفر د نړیوالې اټومي اژانس په مرسته، په افغانستان کې د نړیوال اټومي اژانس تخنیکې همکارۍ، په افغانستان کې د هستوي تکنالوژي په واسطه د هستوي طبابت په خاصه توګه د سرطانونو د تشخیص او درملنه، د مخصصینو د ظرفیت لوړول، هستوي زراعت په برخه کې په خاصه توګه د زراعتي توخونو اصلاح او د خاوري د نیټروشن مطالعه او همداراز د غذایي موادو تازه او وچې میوي ته د وړانګو ورکول د هستوي تخنیکونو په واسطه تر سره شو.

په دي سربیره د ایران اسلامي جمهوري ریاست معاون داکټر علي اکبر صالحي او ددي هیواد د اټومي انرژي سازمان، د افغانستان محصلینو د تحصیل په برخه کې د سولیزي هستوي تکنالوژي مرتبط چې نړیوال حساسیت نه لري د همکاريو ژمنه وکړه، او په خپلو خبرو کې یې زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوري دولت هڅه کوي چې د هیواد د علوم او فناوري وزارت په هماهنګې د تحصیلاتو په برخه کې ټول محدودیتونه دهستوي طب څانګه، هستوي زراعت او لیزر په برخه کې تر دي دمه وو نور دا هر څه ایسته کړي او د افغان متخصصینو، زده کونکو او کارپوهانو د هستوي تکنالوژي په برخه کې د زده کړو او علمي څیړنو زمینه د ایران په پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې تیار کړي.   

د افغانستان هیواد په غوښتنه نړیوال اټومي اژانس ۵ مشخصي پروژي چې د ۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ میلادي کلونو لپاره په افغانستان کې د راډیواکټیف موادو د کنټرول او نظارت په برخه، تر ځمکه لاندي د اوبو د نقشي جوړول، د انرژي پلان، کرهنه، طبابت او د متخصصینو د ظرفیت د لوړونې په برخه کې په نظر کې نیول شوي دي. د یادو پروژو د اجرا لپاره او همداراز هغه پروژي چې له تیرو څو کلونو څخه را په دي خوا د مدیریت د ضعف له مخې، د انسانې نیرو نه درلودل، د اداري ستونزو او د همکاریو نه درلودل، افغانستان ته د بهرنیو متخصصینو د سفر جدي محدودیت نه دی عملي شوی.

د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون هڅه کوي تر څو د نړیوالي اټومي انرژي په مرسته د سیمیزو همکاریو زمینه برابره کړي. د سیمي په سطحه هیوادونه هم د هستوي تخنیکونو د استفادي په اساس د طب، صنعت او کرهنې په واسطه پرمختګ کړي او خپلي اړیکې یې جوړي کړي دي، مونږ به د دوي د تخنیکې – علمي همکاریو په مرسته په یاده برخه کې تري استفاده وکړه. چې خوشبختانه د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون او د ایران د اټومي انرژي سازمان همکارۍ هم د نړیوال اټومي اژانس د سیاست د لزومدید په اساس رامنځ ته شوي.

تصویر جریان امضای تفاهم نامه همکاری

د نړیوال اټومي اژانس د نماینده په وینا، هستوي تکنالوژي د هیواد د دوامداره پرمختګ په برخه کې تر ۷۰ سلنې پوري ګټور نقش لوبولای شي. نو په دي اساس د سیمي او نړۍ هیوادونه باید په افغانستان کې د هستوي تکنالوژي د ترویج، ودي او همکارۍ په برخه کې مرسته وکړي چې دا مرستي کولای شي ددي هیواد په دوامداره پرمختګ او ځانبساینې په برخه کې مهم رول ولوبوي.

ډاکتر طاهر شاران د ایران د اټومي سازمان او د نړیوال اټومي اژانس د نماینه نه په منني سره وویل افغانستان متاسفانه د څلویښت کلنې جګړو او نا امنیو وروسته لا هم په دي نه دی توانیدلی چې د راډیولوژي په برخه او د سرطان تشخیص د هستوي تکنالوژي په واسطه فعاله کړي. دا په داسي حال کې ده چې هر کال په زرګونو کسان له هیواده بهر د درملنې لپاره سفر کوي او ډیري زیاتي پیسي په مصرف رسوي. په داسي حال کې چې د نړیوال صحي سازمان د ستنډرډ پیشنهاد په اساس د هر یو میلیون جمعیت لپاره باید یو د وړانګو په واسطه د درملنې مرکز رامنځته شي خو متاسفانه افغانستان د ۳۱ میلیونه نفوس لپاره تر دي دمه هیڅ کوم داسي فعال مرکز نه لري.

خو خوشبختانه، د اټومي انرژي عالي کمیسیون د هڅو په نتیجه، د لوړو زده کړو وزارت او د نړیوال اټومي اژانس به همکارۍ تر راتلونکو ۲ کلونو پوري به د علي اباد روغتون د ۱۳ میلیونو ډالرو په لګښت د وړانګو په واسته د د سرطانونو د درملنې لومړې ملي مرکز فعال او په کار پیل وکړي نړیوال اټومي اژانس د لوړو زده کړو له وزارت سره جدي همکاري لري تر څو دا مرکز لا ډیر ژر فعال کړي. د افغانستان د اټومي عالي کمیسیون د تخنیک، بودجي جلب، د بهرنیانو حمایت او د متخصصي نیرو روزل د اژانس په همکارۍ په غاړه لري

د ډاکتر طاهر شاران وینا د نړیوالو سټندردنو په اساس په اوسط ډول د راډیوتراپي هر مرکز د هستوی طبابت د تشخیص په برخه کې ۲۰ تنو متخصصینو ته اړتیا ده. دا په دي مانا ده چې په افغانستان کې د اوسنې نفوس په اساس ۳۵ مرکزونو او ۷۰۰ روزل شویو متخصصینو ته اړتیا شته. ددي مرکزونو جوړل او د متخصصي نیرو تربیت یو ملي او لوی پلان ته اړتیا لري، چې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون اداره د قانونې صلاحیتونو په اساس د افغانستان د هستوي انرژي قانون د اړوند وزارتونو، ادارو او مرکزونو سره همکاري کوي او هڅه کوي تر څو بهرنې مرستي او کومکونه جلب کړي

خوشبختانه د نړیوال اټومي اژانس لوړپوړې نماینده په دي ناسته کې د تخنیکي همکاریو د پروګرام په چوکاټ کې ژمنه وکړه، چې ۲ میلیونه ډالره به د سرطان د تشخیصي مرکز د جوړولو په برخه کې مرسته کوي او همدارنګه د ایران دولت هم ددي مرکز د متخصصي نیرو د روزلو په برخه کې د مرستي ژمنه تر سره کړه.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون له دوست هیوادونو او نړیوالي ټولنې څخه په مخلصانه توګه د حمایت او همکاري غوښتنه وکړه، افغانستان ته د اټومي انرژي د سولیزي کارونې په برخه کې، د تخصصي او علمي کادرونو او همداراز د تخنیکي وسایلو او تجهیزاتو په اختیار کې ورکول د طبابت، صنعت او هستوي زراعت په برخه کې د افغانستان د دوامداره پرمختګ اقتصادي ودي رول په اساسي توګه ولوبوي.

د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي ریاست

 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS