د سرطانې ناروغیو درملنه د وړانګو په واسطه یا Radiation therapy پروګرام راپور

aaehc-af
Tue, Jun 25 2019 3:09 PM
سیمینار

دا پروګرام د نړیوال اټومي اژانس لخوا د یوي میاشتي لپاره د ۲۰۱۸ میلادي کال د نومبر له ۱۷ بیا د دسمبر تر ۱۶ پوري په ایران هیواد کې جوړ کړی وو چې موخه یې د راډیوتراپي په برخه کې د وړانګو په واسطه د سرطانې ناروغیو درملنه او د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنه وه. چې په دي پروګرام کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون کارکونکو هر یو ښاغلي سید نعیم شهاب او اول خان طوطاخیل ګډون کړی وو چې په دي اړه یې د اټومي انرژي عالي کمیسیون په تالار کې ددي کمیسیون کارکونکو ته سیمینار وړاندی کړ.

په سرطانې ناروغیو کې د راډیوتراپي رول ډیر اړین او اساسي ده چې له ۵۰ نه تر ۶۰ سلنه سرطانې ناروغان د راډیوتراپي برخې ته مراجعه کوي، چې په دي برخه کې متخصصي کسانو، تجهیزات د وړانګو په واسطه درملنې دستګاوو لپاره یو مناسب ځای ته چې د راډیوتراپي مرکز ورباندي جوړ شي ضرورت ده. ددي تخنیک په واسطه کولای شو د سر، بډوګې، تیو، رحم او داسي نورو سرطانونو درملنه او تر کنټرول لاندي ونیسو.

په پای کې دوی ددي مرکزونو د جوړولو لپاره دداسي زده کړیزو پروګرامونو په لاره اچول، دا ډول مرکزونو د فعالولو لپاره د تخنیکي او علمي همکاریو او مشوري د نړیوالو ستنډردونو په اساس او د چاپیریال او خلکو ته ددي تکنالوژي په اساس د خطر مخنیوی ګتور وبلل او په راتلونکې کې د ورته پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه. 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS