د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د ایونایزونکو دستګاوو په مرکزونو کې د راډیولوژي (ایکس وړانګو) د وضعیت د بررسۍ راپور

aaehc-af

د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي انرژۍ اداري د هستوي انرژۍ قانون او د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرري په اساس یو له صلاحیتونو او مسئولیتونو څخه د هیواد په سطحه د جوازلیک او اجازه لیک صادرول، څیړنه، نظارت، تفتیش او د ایونایزونکو دستګاوو او راډیواکټیف منابعو تفتیش او کنټرول ده.

په دي اساس ددي اداري متخصصین او کارپوهان هر کال له پلان سره سم له ښکیلو ادارو او د ایونایزونکو دستګاوو د کارونکو نهادونو سره په هماهنګي په ټول هیواد کې ددي دستګاوو د کارونې له وضعیت او څرنګوالې، د اصولو او مقرراتو د تطبیق، له ایونایزونکو وړانګو څخه د ښاریانو او چاپیریال ساتنه او همداراز د حفاظت او مصئونیت په برخه کې د ملي او نړیوالو سټنډردونو او طرزالعملونو په پام کې نیول او په دوامداره توګه بررسي، نظارت او تفتیش تر سره کړی.

خوشبختانه د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي انرژۍ اداري په لومړې ځل د هیواد په سطحه په  ۲۴ ولایتونو کې د صحي مرکزونو د راډیولوژي (ایکس وړانګو) دستګاوو د وضعیت راپور چمتو کړی او د خلکو په اختیار کې ورکړی دی.

په دي راپور کې ډاکټرانو، کارکوونکو او د ایونایزونکو دستګاوو تکنیشنونو ته په پوهاوي سربیره، د سترګو لیدلی حال، په تشخیصیه مرکزونو کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه څیړنه او یادونه شوي ده، له دي ډلې: د ایونایزونکو دستګاوو د تکنیشنونو د پوهاوي د میزان بررسي د ایونایزونکو وړانګو ضرر یا تاوانونه، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې او مصئونیت د مقررو او اصولو رعایت په برخه کې د کارکونکو عملکرد، د تشخیصیه دستګاوو د خونو حفاظت په برخه کې د سټنډردونو په نظر کې نیول، د فردي حفاظتي وسایلو په سمه توګه کارول، د ملي او نړیوالو اصولو، قوانینو، مقررو او طرزالعملونو په نظر کې نیول.

په ټولیزه توګه په دي راپور کې د پیدا شوو او سترګو لیدلی حال ښي چې د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس IAEA د سټنډرډ د دوز Sv/h μ 7.5  د محدودیت په نظر کې نیول، د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د ایونایزونکو وړانګو وضعیت بررسي، چې ۹ ولایتونه له دوزه په کمه اندازه پیشنهاد شوی، ۱ ولایت له دوز سره سم پیشنهاد شوی، او پاته ۱۴ ولایتونه له اندازي زیات پیشنهاد شوي دي. چې د (ICRP) سازمان او د نړیوال اټومي اژانس IAEA  کې قبول شوي او دا اندازه  په راتلونکې کې د کارکونکو او مراجعینو په صحت باندي ناوړه پایلې ولري.

په دي اساس په خاصه توګه دولتي اداري او نهادونه په دي برخه کې موظف دي د هستوي انرژۍ اداري سره په هماهنګي د معیاري کیدو په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د فعاله او غیر فعال دولتي او خصوصي مرکزونو کې د ۴۵۸ صحي تشخیصیه ایونایزونکو دستګاوو څخه لیدنه شوي، چې تاسو کولای شي PDF فایل يې له دي ځایه تر لاسه کړۍ