په افغانستان کې د سرطان وضعیت

aaehc-af
Thu, Dec 12 2019 9:05 AM
په افغانستان کې د سرطان وضعیت

له سرطان سره د مبارزي ټولنې د چهار شنبي ورځ د لیندۍ په ۲۰ په افغانستان کې د سرطان وضعیت په اړه په مرمرینه ماڼې کې غونډه تر سره شوه چې دولتي لوړپوړو چارواکو، ملي ټولنو او نړیوالو ګډون کړی وو.

په پیل کې په افغانستان کې له سرطان سره د مبارزي بنسټ مشري اغلي نسرین اوریاخیل خبري وکړي او ریاته یې کړه چې له ۲۰۱۶ میلادي کال را په ديخوا، دي بنست په افغانستان کې د افغان دولت او نړیوالو ټولنو په مرسته  ددي ناروغۍ د درملنې په برخه کې ډیري هڅې کړي دي، چې په پایله کې په جمهوریت روغتون کې د سرطان د درملنې لومړنۍ څانګه رامنځته شوه او په دي سره د هیوادوالو ستونزه تر یو حده پوري حل شوي.

په دي پروګرام کې په افغانستان کې د اروپایې ټولنې سفیر پیري مایدون په پافغانستان کې د روغتیا په برخه کې د خپلو مرستو ژمنه وکړه.

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ښاغلی دوکتور طاهر شاران هم په دي غونډه کې ګډون کړی وو، چې ددي اداري د فعالیتونو په خاصه توګه له راډیواکټیف موادو او ایونایزونکو وړانګو څخه د ښاریانو او چاپیریال ساتنې برخو اشاره وکړه او د سرطان  ناروغۍ یې د نړۍ په کچه خطرناکه او ددي ناروغۍ درملنه یې یوه جدي او نړیواله موضوع وبلله، چې تر دي دمه په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې زمنیه نه وه برابره په داسي حال کې چې ددي ناروغۍ درملنه هم ډیرو پیسو ته ضرورت لري او زیاته یې کړه چې ددي ناروغۍ د درملنې لپاره باید یوي ملي برنامه تر لاس لاندي ونیول شي.

ښاغلي شاران د هغه کسانو لپاره چې د سرطان په ناروغۍ اخته دي د ملي بیمي د جوړیدا وړاندیز وکړ او وویل د سرطان درملنه هستوي طب ته اړتیا لري، چې متاسفانه په افغانستان کې تر دي دمه هستوي طب ناپیژاند دی او د افغانستان پوهنتونونه هم هیڅ کومه تدریسي څانګه په دي برخه کې د (لیسانس او ماسټري) په برخه کې نه لري.

د راپورونو په اساس تر دي دمه ۲۰۰ ډوله د سرطان ناروغۍ په نړۍ کې ثبت شوي چې دري ډوله یې ډیر عام دي.

همدارنګه هر کال د نړۍ په کچه دوه میلیونه کسان ددي ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. که څه هم چې سرطان یو وژونکې ناروغۍ ده، خو د کنټرول او درملنې وړ ده، چې متاسفانه تر دي دمه په افغانستان کې هیڅ داسي کوم صحې مرکز نشته چې په یادي ناروغۍ اخته کسانو اړتیاوي دي پوره کړي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS