د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې معلوماتي مرکزي سیستم پرانیستل شو

aaehc-af
Wed, Oct 14 2020 2:30 PM
افتتاح سرور معلوماتی مرکزی اداره انرژی هستوی

د افغانستان د هستوۍ انرژۍ اداري معلوماتي مرکزي سیستم، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA)  په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شوی ګټې اخستنې ته وسپارل شو.

د هستوي انرژۍ اداري معلوماتي مرکزي سیستم ددي اداري د اړیکو پیاوړي کولو او د سافت ویر او هاډ ویر په برخه کې د لا ښه توب په موخه، د هستوي انرژۍ اداري د عمومي رئیس ډاکټر طاهر شاران او د اترا اداري سرپرست او تخنیکي معاون ښاغلی عمر منصور انصاري له خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانستل شوه.

په دي پرانستغونډه کې د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ښاغلي ډاکټر طاهر شاران ددي اداري د معلوماتي مرکزي سیستم جوړول د اترا اداري د مالي او تخنیکي مرستو څخه د  مننې تر څنګ زیاته کړه چې د اترا اداري له رامنځ ته کیدولو تر ډي دمه ټول فعالیتونه یې د ستاینې وړ دي. د هیواد پراختیاېي سکتورونه په تیرو ۱۹ کلونو کې، په خاصه توګه د مخابراتو سکتور یو له کامیابه سکتورونو څخه ګنل کیږي چې د مخابراتي فعالیتونو د نظارت او کنټرول په برخه کې یې ډیر جدي اقدامات کړي، او په خاصه توګه د خصوصي شرکتونو د سالم رقابت له پاره یې زمینه برابره کړي ده. ښاغلي شاران زیاته کړه اړینه ده د هیواد ټول سکټورونه د مخابراتي سکتور له تجربو څخه په خپلو سکتورونو کې ګټه پورته کړي، تر څو وکړای شو د سالمو رقابتونو په رامنځ ته کولو سره هیوادوالو ته ښه خدمات وړاندي کړو.

ډاکټر شاران زیاته کړه دا سیستم د بریښنايې حکومت داري په برخه کې او د دي سیستم په کارولو سره، همدارنګه د څیړنو په برخه د هستوي ټکنالوژۍ څخه کار اخستل، د ورځنیو چارو تنظیم، لکه په سازمان کې دننه د خاصو برنامو کارول او شریکول، د لوړو مشخصاتو په درلودلو سره د سافټویر او هارډویر منابعو شریکول، د ادارې کارونو په رامنځ ته کولو ګټور رول درلودلای شي او کولای شو مونږ د هیواد د پرمختګ په برخه کې لا ښه سهم ولرو او کار وکړو.

ښاغلي شاران په ورځنې ژوند کې د ټکنالوژۍ کارول یو له حیاتي مسایلو څخه وبلل او زیاته یې کړه چې د هیوادونو اوسنی پرمختګ او هوساینه د علمي څیړنو او کشفیاتو، په خاصه توګه له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخستنه او دا ټول د علم محصول دي. ښاغلي شاران په خپلو خبرو کې وویل د ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونه د هیوادونو تر منځ اړیکې لا جدي او پیاوړي کړي دي. هر څومره چې هیوادونه د ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګ کوي په هماغه اندازه یې دوامداره پرمختګ زیاتیږي او په دي برخه کې پانګونه د هیواد د ملي عوایدو د ډیریدو سبب کیږي. او همدارنګه په افغانستان کې د ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونه اړینه او یو له مهمو ضرورتونو څخه وبلل ډاکټر طاهر شاران وویل دا موضوعات باید د هیواد د سیاست په بیلا بیلو برخو کې ورته پام وشي، لکه د اترا او هستوي انرژۍ اداره چې په یاده برخه کې فعالیتونه کوي.

ښاغلي شاران همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه د نړیوال اټومي اژانس د مطالعاتو په اساس هستوي ټکنالوژۍ د هیوادونو  دوامداره پرمختګ کې ۷۵ سلنه ونډه لري او د افغانستان هستوي انرژۍ اداره هڅه کوي تر څو په دي برخه کې د نورو ادارو په مرسته د ظرفیتونو او متخصصي بشري قوي په ډیرولو سره مهم او اساسي رول ولوبوي، او د هستوي ټکنالوژۍ په کارولو سره په خاصه توګه د طبابت، کرنې، صنعت، د بریښنا تولید او د ځمکي لاندي اوبو مدیریت څخه ښه ګټه پورته کړو.

ښاغلی طاهر شاران وویل هستوي ټکنالوژۍ د طبابت په برخه کې د سرطانې ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې مهم رول لري. په داسي حال کې چې په هیواد کې تر دي دمه د سرطان ناروغۍ هیڅ کوم تشخیصیه مرکز شتون نه لري. د هستوي انرژۍ اداره اماده ده چې د عامي روغتیا او ټول هغه وزارتونه چې په دي برخه کې همکار دي د افغانستان د هستوي طب د سکتور په جوړولو کې د ظرفیت جوړونې او تخصصي لارښودنو په برخه کې همکاري وکړي.

د پروګرام په ترڅ کې د اترا اداري سرپرست او تخنیکي معاون عمر منصور انصاري خبري وکړي او زیاته یې کړه، چې هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ټکنالوژۍ کارونې ته اړتیا لري او ټکنالوژیکي او انټرنیټي خدمتونه د هري اداري له لومړیتوبونو څخه دي.

ښاغلي انصاري وویل اترا اداره تر دې دمه د مخابراتو د پراختیایي صندوق له بودجې څخه ۲۲ دولتي اداري ته د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې په تجهیزاتو سمبال کړي او هغوۍ ته یې د معلوماتي ټیکنالوژۍ توکي لکه لابراتوارونه، کمپیوټر، سرور روم او ډیټا سنټرونه چمتو کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې په راتلونکي کې به د هستوي انرژۍ ادارې اهمیت ته په کتلو سره به اترا اداره د یادې ادارې د پیاوړتیا لپاره خپلو تخنیکو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

دا غونډه د هستوي انرژۍ اداري لخوا اترا اداري ته د مننې په موخه چې د هستوي انرژۍ اداري د معلوماتي مرکزي سیستم په جوړولو کې مرسته کړي وه د مننلیک او ستاینلیک په ورکولو سره پای ته ورسیده.

انځورونه

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS