د بامیانو ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو د راډیولوژي او راډیوګرافي د ستونزو په اړه غونډه تر سره شوه

aaehc-af
Tue, Mar 02 2021 1:00 PM
جلسه مشکلات رادیولوژی و رادیوگرافی شفاخانه های دولتی و خصوصی ولایت بامیان

دا غوڼډه د بامیانو ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي سید علي ناصري په مشرۍ د بامیانو ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو د راډیولوژي او راډیوګرافي د شته ستونزو په اړه جوړه شوه

په یاده غوڼده کې د عامې روغتیا رئیس، د بامیانو د هستوي انرژۍ امره اغلې مرضیه زاهدي، د صحي قوانینو عمومي مدیر ډاکټر حکمت، د ولایتي روغتون ټکنیشن کار عبدالله نیکزاد، د عامې روغتیا مرسته کونکې  AKHS موسسې نماینده او کارپوهانو ګډون درلود.

په پیل کې د عامې روغتیا رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډي په اهمیت باندي خبري وکړي، ورپسي د بامیانو زون د هستوي انرژۍ امرې د هغو کلینکونو په اړه چې اکسري ماشینونه لري د ستونزو او نه همکارۍ په اړه خبري وکړي، اغلې زاهدي په خپلو خبرو کې د افغانستان د هستوي انرژۍ قانون، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرره او د شته مصوبو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل، د یادو قانینو او مصوبو په عملي کولو یې ټینګار وکړ. او د عامې روغتیا له ریاسته یې د شته قوانینو، مصوبو او استنډرډونو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

په یاده غوڼده کې په دې اړه هر اړخیزي خبرې تر سره شوې، د عامې روغتیا ریئس ښاغلي ناصري په ورته برخه کې د سټنډرډونو په پام کې نیولو وعده وکړه او زیاته یې کړه چې د بامیانو زون هستوي انرژۍ له امریت سره به هر اړخیزه همکاري کوي. او زیاته یې کړه چې هیڅ روغتون او کلینک ددي حق نه لري چې له د ولسمشر له احکامو، قوانینو او مصوبو څخه سرغړونه وکړي او له هستوي انرژۍ ادارې سره مرسته ونه کړي.

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS