د بامیانو ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو د راډیولوژي او راډیوګرافي د ستونزو په اړه غونډه تر سره شوه
دا غوڼډه د بامیانو ولایت د عامې روغتیا رئیس ښاغلي سید علي ناصري په مشرۍ د بامیانو ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو د راډیولوژي او راډیوګرافي د شته ستونزو په اړه جوړه شوه
په یاده غوڼده کې د عامې روغتیا رئیس، د بامیانو د هستوي انرژۍ امره اغلې مرضیه زاهدي، د صحي قوانینو عمومي مدیر ډاکټر حکمت، د ولایتي روغتون ټکنیشن کار عبدالله نیکزاد، د عامې روغتیا مرسته کونکې AKHS موسسې نماینده او کارپوهانو ګډون درلود.
په پیل کې د عامې روغتیا رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د غونډي په اهمیت باندي خبري وکړي، ورپسي د بامیانو زون د هستوي انرژۍ امرې د هغو کلینکونو په اړه چې اکسري ماشینونه لري د ستونزو او نه همکارۍ په اړه خبري وکړي، اغلې زاهدي په خپلو خبرو کې د افغانستان د هستوي انرژۍ قانون، د وړانګو په وړاندي د ځان ساتنې مقرره او د شته مصوبو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل، د یادو قانینو او مصوبو په عملي کولو یې ټینګار وکړ. او د عامې روغتیا له ریاسته یې د شته قوانینو، مصوبو او استنډرډونو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
په یاده غوڼده کې په دې اړه هر اړخیزي خبرې تر سره شوې، د عامې روغتیا ریئس ښاغلي ناصري په ورته برخه کې د سټنډرډونو په پام کې نیولو وعده وکړه او زیاته یې کړه چې د بامیانو زون هستوي انرژۍ له امریت سره به هر اړخیزه همکاري کوي. او زیاته یې کړه چې هیڅ روغتون او کلینک ددي حق نه لري چې له د ولسمشر له احکامو، قوانینو او مصوبو څخه سرغړونه وکړي او له هستوي انرژۍ ادارې سره مرسته ونه کړي.