د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون تر منځ علمي – تخنیکې همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

aaehc-af
Tue, Dec 24 2019 9:26 PM
د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون تر منځ علمي – تخنیکې همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۲ مه د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ښاغلی ډاکټر طاهر شاران او کابل پوهنتون ریئس ښاغلی حمیدالله فاروقي، د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو د منع ریاست رئیس انعام الدین نایب خیل، د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهندوی اقا محمد ژکفر د هستوي انرژۍ اداري ریسانو او کارکونکو د کابل پوهنتون مسئولینو په یوه رسمي ناسته کې د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځۍ تر منځ علمي – تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د هستوي انرژۍ اداري او فارمسي پوهنځۍ ترمنځ علمي – تخنیکي همکاریو په موخه په بیلابیلو برخو کې لاسلیک او هداراز د دواړو لوریو د علمي – تخنیکي ظرفیتونو، علمي څیړنو،  لابراتوارې توکو څخه ګټه اخستنه، هستوي انرژۍ اداري له لابراتوار او امکاناتو څخه د فارمسي پوهنځۍ محصلینو ګټه اخستنه، د علمي اطلاعاتو تبادله او د دواړه لوریو تخصصي او مسلکې ظرفیتونو لوړول د علمي سکالرشیب او فیلوشیب په چوکاټ کې، د دواړه لوریو په علمي مجلو کې د مقالو نشرول او ددي دواړو ادارو تر منځ هر ډول علمي او تخنیکي همکاریو تبادله به ددي هوکړلیک په چوکاټ کې تر سره کیږي.

د یادولو وړه ده چې د افغانستان هستوي انرژۍ اداره په کابل ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې رامنځ ته شوي او د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع ریاست ددي اداري له ریاستنو څخه دی، چې نړیوالو کنوانسینونو د تطبیق په برخه کې لکه (CWC) د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون، (BTWC) د بیولوژیکي او زهروي وسلو د منع کنوانسیون، په سولیزه توګه  د کیمیاوي، بیولوژیکي او هستوي موادو کارونه په طب، فارمسي، صنعت، کرنه، څیړنه او همدارنګه په کیمیاوي صنایع او لابراتوارنو کې د کیمیاوي او بیولوژیکي امنیت او مصئونیت، د کیمیاوي صنایع انکشاف او د کیمیا مډرن ترویج د هیواد  د  کیمیاوي صنایعو په برخه کې هڅې کوي.

همداراز ددي ریاست د کیمیاوي او بیولوژیکي توکو لابراتوار به د فارمسي پوهنځۍ محصلینو ته د ښو علمي تحقیقاتو زمینه برابره کړي او د دواړو لوریو کارکونکو او مسئلینو ته یو ښه فرصت رامنځته کړي.

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره خپلو اساسي موخو ته د رسیدو لپاره په ښه او اسانه توګه، له علمي، تخصصي، څیړنیزو مرکزونو او ډیری دولتي ادارو  سره  په افغانستان کې د هوکړه لیکونو له لاري د همکاریو او فرصتونو د رامنځ ته کولو په هڅه کې ده.

ددي ناستې په پای کې د هستوي انرژۍ اداري عمومې رئیس ښاغلي شاران په غوښتنه د علمي همکاریو او د هستوي ټنکالوژۍ ترویج، په کرنې، کانونو، د ځمکې لاندي اوبو، طب او صنعت په برخه کې په دي صلاح شول چې د دواړو لوریو مسئول کسان به  یوه عمومي ناسته ترسره کړي تر څو په ټولیزه توګه د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون تر منځ په یوه عمومي هوکړه باندي خبري وشي.

په پای کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي د مننې تر څنګ د ښاغلي شاران غوښتنه په ځای وبلله او د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون د دوامداره همکاریو غوښتنه یې وکړه. 

Latest news

Sat, Sep 21 2019 3:00 PM
Background image

Afghanistan Statement in IAEA General Conference by Dr.Tahir Shaaran

Madam President, Excellencies, Ladies and Gentlemen

On behalf of the people and government of the Islamic Republic of Afghanistan, I express my deepest condolences to Director-General. . .

Mon, Sep 16 2019 8:26 PM
Background image

Signing the Afghanistan Country Program Framework (CPF) for 2019–2023 by IAEA

A CPF is the frame of reference for the medium-term planning of technical cooperation between a Member State and the IAEA and identifies priority areas where the transfer of nuclear. . .

Tue, Jul 23 2019 9:19 AM
Background image

Condolence message on passing of Mr. Yukiya Amano

The Afghanistan Atomic Energy High Commission (AAEHC), with deepest sorrow and sadness, expresses its sincere condolences to the family, friends, and all staff at International Atomic. . .

BACK TO NEWS