د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون تر منځ علمي – تخنیکې همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۲ مه د هستوي انرژۍ اداري عمومي رئیس ښاغلی ډاکټر طاهر شاران او کابل پوهنتون ریئس ښاغلی حمیدالله فاروقي، د کیمیاوي او بیولوژیکې وسلو د منع ریاست رئیس انعام الدین نایب خیل، د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځۍ رئیس پوهندوی اقا محمد ژکفر د هستوي انرژۍ اداري ریسانو او کارکونکو د کابل پوهنتون مسئولینو په یوه رسمي ناسته کې د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځۍ تر منځ علمي – تخنیکي همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دا هوکړه لیک د هستوي انرژۍ اداري او فارمسي پوهنځۍ ترمنځ علمي – تخنیکي همکاریو په موخه په بیلابیلو برخو کې لاسلیک او هداراز د دواړو لوریو د علمي – تخنیکي ظرفیتونو، علمي څیړنو، لابراتوارې توکو څخه ګټه اخستنه، هستوي انرژۍ اداري له لابراتوار او امکاناتو څخه د فارمسي پوهنځۍ محصلینو ګټه اخستنه، د علمي اطلاعاتو تبادله او د دواړه لوریو تخصصي او مسلکې ظرفیتونو لوړول د علمي سکالرشیب او فیلوشیب په چوکاټ کې، د دواړه لوریو په علمي مجلو کې د مقالو نشرول او ددي دواړو ادارو تر منځ هر ډول علمي او تخنیکي همکاریو تبادله به ددي هوکړلیک په چوکاټ کې تر سره کیږي.
د یادولو وړه ده چې د افغانستان هستوي انرژۍ اداره په کابل ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې رامنځ ته شوي او د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو د منع ریاست ددي اداري له ریاستنو څخه دی، چې نړیوالو کنوانسینونو د تطبیق په برخه کې لکه (CWC) د کیمیاوي وسلو د منع کنوانسیون، (BTWC) د بیولوژیکي او زهروي وسلو د منع کنوانسیون، په سولیزه توګه د کیمیاوي، بیولوژیکي او هستوي موادو کارونه په طب، فارمسي، صنعت، کرنه، څیړنه او همدارنګه په کیمیاوي صنایع او لابراتوارنو کې د کیمیاوي او بیولوژیکي امنیت او مصئونیت، د کیمیاوي صنایع انکشاف او د کیمیا مډرن ترویج د هیواد د کیمیاوي صنایعو په برخه کې هڅې کوي.
همداراز ددي ریاست د کیمیاوي او بیولوژیکي توکو لابراتوار به د فارمسي پوهنځۍ محصلینو ته د ښو علمي تحقیقاتو زمینه برابره کړي او د دواړو لوریو کارکونکو او مسئلینو ته یو ښه فرصت رامنځته کړي.
د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره خپلو اساسي موخو ته د رسیدو لپاره په ښه او اسانه توګه، له علمي، تخصصي، څیړنیزو مرکزونو او ډیری دولتي ادارو سره په افغانستان کې د هوکړه لیکونو له لاري د همکاریو او فرصتونو د رامنځ ته کولو په هڅه کې ده.
ددي ناستې په پای کې د هستوي انرژۍ اداري عمومې رئیس ښاغلي شاران په غوښتنه د علمي همکاریو او د هستوي ټنکالوژۍ ترویج، په کرنې، کانونو، د ځمکې لاندي اوبو، طب او صنعت په برخه کې په دي صلاح شول چې د دواړو لوریو مسئول کسان به یوه عمومي ناسته ترسره کړي تر څو په ټولیزه توګه د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون تر منځ په یوه عمومي هوکړه باندي خبري وشي.
په پای کې د کابل پوهنتون رئیس حمیدالله فاروقي د مننې تر څنګ د ښاغلي شاران غوښتنه په ځای وبلله او د هستوي انرژۍ اداري او کابل پوهنتون د دوامداره همکاریو غوښتنه یې وکړه.