د رهبرۍ پیغام
د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره د هیواد د ځوانو ادارو له ډلی څخه شمیرل کیږي چی اصلی موخه یی د اټومی انرژی سوله ایزه کارونه ده. د افغانستان د هستوي انرژۍ اداري کړنې یواځي په سوله ایزه توګه د درملنې، کرنې، بریښنا تولید، کانونو، چاپیریال ساتنه، صنعت، او نورو سوله ایزو موخو کښی نه خلاصه کیږي، بلکي د کمیسیون اوږد مهاله موخه د افغانستان دولت عمومي اساسي پالیسي کې د پام وړ ونډه اخیستل دي، ترڅو د هیواد طبیعی سرچینو څخه د اوبو او کانونو په ګډون په پوره توګه ګټه پورته، او د ځوان نسل ترمنځ کاري فرصتونو رامینځته کړی. له همدې کبله دا د هغو مهمو پروګرامونو له ډلې څخه دي تر څو په هیواد دننه او بهر کې د متخصصینو تر مینځ همغږۍ رامنځته ته کړی او ځوانان وهڅوي ترڅو طبیعی علومو زده کړي چه په پایله کښي دا اداره د سیمی د ساینس او ټیکنالوژي د څیړنېز مرکز په توګه خپلی کړنی ترسره کړی.
د هستوي انرژۍ اداره د دارلانشاء د عنوان په توګه (د اټومي انرژي عالي کمیسیون تخصصي او اداري برخه) د جمهوري ریاست تر رهبرۍ لاندي ددي کمیسیون د ټولو غړو په هماهنګۍ په ټوله کې د هیواد سیاست د هستوي ټکنالوژي د کارونې او دوامداره په برخه کې د امنیت او مصئونیت کارونه روښانه کوي.