د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د مشورتي خدمتونو پروژه (په افغانستان کې کرنیزو توکو ته د وړانګو ورکونې دستګاه د نصب مطالعه او ارزونې) له یادو موادو سره سم

aaehc-af
اعلان

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

۱ . په دریو هیوادونو کې (هندوستان، ایران او سریلانکا) چې د پرمختګ په حال کې دي د وړانګې ورکونې تاسیساتو بررسي، د علمي سفرونه په لاره اچول چې په ترکیب کې یې د اټومي انرژي عالي کمیسیون هم شتون لري.

۲ . د وړانګو د بیلا بیلو ډولونو مقایسه چې په ایونایزونکو دستګاوو کې کارول کیږي لکه کوبالت ۶۰، اي بیم، اکسري او داسي نوري منابع.

۳ . په افغانستان کې د خالصو کرنیزو تولیداتو لپاره د دي تکنالوژۍ په برخه کې مناسب تحلیل کول.

۴ . د وچو میوو ( جلغوزه، بادام، پسته، ممیز او داسي نور) تازه میوه (انار، انګور اوداسی نور) سبزیجات (کچالو پیاز او داسي نورو) ته د وړانګو ورکولو اقتصادي والی.

۵ . د هیواد په کچه ددي دستګاوو د نصب لپاره د زیربناوو لازم ضرورتونه

۶ . د دستګاوو د نصبولو لپاره د ساختمانونو د تحلیل ضرورت.

۷ . د لاري د پیل د نقشي جوړول او ترتیب کول د جوړو شوو لازمي اسنادو په اساس، د جواز اخستل، نصب او د دستګاوو فعاله کول.

۸ . ساختمانې مصارف، ماشینونه، د دستګاوو نصب او فعاله کول او همدارنګه د دستګاوو مراقبت او ساتني ټول براورد.

۹ . ددي دستګاوو د نصف لپاره د ټولو ضرورتونو او حقوقي محدودیتونو بررسي د اټومي انرژي عالي کمیسیون په تفاهم سره.

۱۰ . په افغانستان کې ددي دستګاه د نصب لپاره د احتمالي تهدیداتو او پیښو ارزونه.

۱۱ . د دستګاوو د فعاله ساتلو لپاره د ضرورتونو ارزونه لکه بشري سرچینې، د دوامداره انرژۍ تامینول.

۱۲ . د پرمختګ په حال کې د هیوادونو د دا ډول فعالیتونو څخه د نړیوالي ټولنې ملاتړ.

۱۳ . د ټولنیز وضعیت تحلیل، امنیت او د دستګاوو اقتصادی وضعیت په هیواد کې ددي دستګاوو د نصب لپاره مناسب ځای تیارول چې کرنیز توکې په اسانۍ سره ورته ورسیږي.

۱۴ . د کرنیزو توکو د ضایعاتو د فیصدۍ تعیینول، له تولید نه تر مصرفه پوري په هیواد کې دننه د یوي دقیقي سروي ترسره کول چې په ترکیب کې یې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون ګډون ولري.

۱۵ . د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو د مقدار تحلیل چې د دي دستګاه د نصب څخه وروسته یې مخنیوی کیږي.

۱۶ . ددي دستګاوو د نصب ګټه په هیواد کې د مخدره توکو دکرکیرلې کمیدل.

۱۷ . په افغانستان کې له اقتصادي او امنیتي اړخه د وړانګې ورکولو د وړانګو منابعو مناسب پیشنهاد.

۱۸ . د ټولو پورته مواردو دارزونې ګزارش ډیټا ، ارقام او تائید شوو اسنادو او مدارکو په شمول له مربوطه مرجع څخه دي اداري ته.    

اعلان ته سپاري ټول هغه شرکتونه او حقیقي کسان چې غواړي ددي پروژي د عملي کولو چاري تر سره کړي خپل غوښتنلیکونه دي  د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست میاشتي تر ۳۰ نیټي پوري لاندي ادرس ته ولیږي.

t.shaaran@yahoo.com |  kamyar@aaehc.gov.af  او کاپی  s_merzaei@yahoo.com

فزیکي پتهد سیلو سرک، د مرکزي سیلو تر شا، دریمه ناحیه، کابل-افغانستان

Documents

په افغانستان کې کرنیزو توکو ته د وړانګو ورکونې دستګاه د نصب مطالعه او ارزونې

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۱ - ۱۵:۵۱ کابل
Background image

د شل پایې لپټاپ او دری پایې ډیسکټاپ کمپیوټرونه داوطلبۍ اطلاعیه

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره ټولو هغو داوطلبوانو ته چې په شرایطو برابر وي خبر ورکوي، چې د شل پایې لپټاپ او دری پایې ډیسکټاپ کمپیوټرونه چې د ۱۴۰۰ مالي کال کې ضرورت لري د پروژې د تدارک . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۷ - ۹:۵۵ کابل
Background image

Full Duplex Dedicated 1:1- 20 MB Internet connection

د هستوي انرژۍ اداره ټولو هغو داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي خبر ورکوي، چې د هستوي انرژۍ اداري لپاره د 20 ام بې انترنټ ۱:۱ ډیډیکټ د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۳ - ۱۲:۵۵ کابل
Background image

د داوطلبۍ اعلان

د هستوي انرژۍ اداري له ټولوهغو داوطلبانو څخه چې په شرایطو برابر وي خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداري د احاطې دیوار د جوړولو د پروسي په داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي د . . .

Back to tenders