د عمومي ریس بیوګرافي

 

dr

ډاکتر طاهر شاران په افغانستان کې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال د بامیان ولایت په یوه غریبه کورنۍ کې زیږدلی ده، په ماشومتوب کې یې د کورنیو جکړو له امله خپل کلی او کور پریښی او د هیواد امنو ساحو ته له خپلې کورنۍ سره کډه شو. هغه خپل ماشومتوب او د ځوانۍ لیږ وخت په مزار شریف کې او څو نور کلونه یې په ګاونډیو هیوادونو کې تیر کړي دي.

ښاغلی طاهر شاران د طالبانو په وخت کې په کال ۱۳۷۸ کې یوازي اروپا ته ولاړ، چې له ډیرو ستونزو سره مخ شو او په انګلستان کې پاته شو. ښاغلی شاران د ډیرو هڅو په اساس وکړای شولچې په ۱۳۸۲ هـ ش کال کې د لندن په یو سی ال پوهنتون کې خپله د لیسانس دوره پیل کړي، چې دا پوهنتون په فزیک کې د نړۍ له معتبرو پوهنتونو څخه ګڼل کیږي. ډاکتر طاهر شاران خپل د فوق لیسانس سند هم له همدي پوهنتونه تر لاسه کړ دی. او همداراز له زده کړو سره سره یې د فرانسي هیواد په نړیواله موسسي لولنجوین کې چې د نیترون په تولید کې د نړۍ یو له لویو هستوي مرکزونو څخه شمیرل کیږي کار کړی او په انګلستان کې د رادیرفور په نړیوال لابراتوار کې د فزیک په برخه کې په څیړنیزو کارونو بوخت وو.

ښاغلې شاران په  کال ۱۳۸۶ کې د د لندن هیواد په ځانکړي بورسیه کې په یو سي ال پوهنتون کې د دوکتورا دوره پیل کړه او په اټومي فزیک کې د څیړنیزې پروژي استاد وټاکل. ښاغلې د دوکتورا په دوران کې د اسپانیا په بارسلونا کې د فتونیک علومو له موسسي سره، د اټومي فزیک ملي لابراتور او ملکولي ویهان ( د چین د فزیک او ریاضي موسسي علوم اکاډمي کې ) او د انګلستان د لنکستر پوهنتون د فزیک له محصیلینو سره همکار وو. د ښاغلې شاران د دوکتورا دوري حاصل په نړیوالو معتبرو عملي مجلو کې لکه د امریکا د فزیک مجله  ۵ علمي مقالي لري، او د دکتورا رساله یې د لندن د فزیک پوهنتون د کري فوسټر ځانګړي جایزه هم تر لاسه کړه.

ډاکتر طاهر شاران له فراغته وروسته، له ۱۳۹۰ هـ ش کاله بیا تر اوسه د لارښود استاد او څیړونکې په توګه په څو نړیوالو مرکزونو کې دندې تر سره کړي دي، نوموړي یو کال په لندن پوهنتون کې د څیړونکې او مرستیال استاد په توګه وظیفه تر سره کړي او همدارانګه په ورته وخت کې یې له څو نړیوالو ډلو سره ګډ څیړنیز کارونه لکه په اسپانیا کې، همداراز په چین هیواد کې له دوو ډلو سره او له یوي بلي ډلي سره په کاناډا هیواد کې همکارۍ درلودلي.

ډاکتر شاران له څه وخت همکاریو وروسته په رسمي توګه د بارسلونا د ساینس په فوتونکی مرکز کې چې د اسپانیا یو له لویو څیړنیزو مرکزونو څخه دی کار پیل کړ، چې له یو کال کار وروسته یې په دي مرکز کې د اروپایې اتحادیي د مري کوري په نامه معتبر څیړنیز امتیاز تر لاسه کړ او د فرانسي په اټومي انرژۍ کمیسیون کې یې دنده پیل کړه، چې د ۱۴ میاشتو لپاره په نوموړي مرکز کې د څیړونکې او لارښود استاد په توګه پاته شو.

ښاغلې شاران له ۱۳۹۲ کال بیا تر ۱۳۹۷ کال د چنګاښ میاشتې پوري د المان هیواد په ماکس انستیتوت د هستوي فزیک په مرکز کې په کار وګمارل شو او د څیړنو تر څنګ یې د ماستري او دوکتورا په برخه کې هم د لارښود استاد په توګه همکار وو. له ښاغلې ډاکتر طاهر شاران څخه تر دي دمه ۲۵ علمي مقالي چې به نړیوالو معتبرو علمي ژورنالونو کې چاپ او په نشر رسیدلي دي او همدارنګه په اروپا، اسیا او امریکا کې په لسګونو علمي کنفرانسونو کې هم ګډون کړی او د خپلو علمي کارونو په اړه یې خبري کړي. نوموړی د افغانستان او اروپا یو له پیژندل شویو علمي څیرو څخه دی.

ښاغلې ډاکتر طاهر شاران د ولسمشر د فرمان په اساس چې د ۱۳۹۷ کال د زمري په دوهمه د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس په توګه په دنده وګمارل شو.