د هستوي ټکنالوژۍ د تحقیق او ترویج ریاست

د هستوي ټکنالوژۍ د تحقیق او ترویج ریاست له جوړولو څخه موخه په هیواد کې د هستوي تخنیکونو رامنځ ته کول، بنسټیز تحقیق او ریواجول دي. چې مونږ کولای شو دا تخنیکونه او میتودونه د روغتیا ، کرنې، صنعت، ابو مدیریت، برېښنا تولید، له وړانګو څخه د خلکو او چاپیریال ساتنه او په داسي نورو برخو کې تري ګټه واخلو. نو په دي اساس هستوي پوهه چې څومره پیاوړي او پراخوالی لري، په هماغه اندازه ورځ تر بلې یې د کارونې لمن هم پراخیږي. که وروسته پاته هیوادونه په بیلابیلو برخو کې هستوي تخنیکونه لکه په صنعتي او علمي حوزو کې بنسټیز کړای شي، ډیر ژر به ارتقا وکړي او د پرمختګ لاره به په ډیر سرعت سره سر تر سره کړي. د متخصصینو ریاست د هستوي تخنیکونو په بیلابیلو برخو کې چې لاندي ورته اشاره شوي تحقیقات تر سره کړي دي.

۱ . د کرنې او غذایې صنایعو په برخه کې د هستوي انرژۍ کارونه: د کرنې او غذایې صنایعو په برخه کې د هستوي انرژۍ کارونه ګټوره تمامیږي. په دي برخه کې مونږ کولای شوو څو عمده برخو ته کتنه وکړو:

  • د غذایې موادو د نیښ یا شینه کیدلو څخه مخنیوی
  • د حشراتو کنټرول او له منځه وړل
  • د کرنیزو محصولاتو د رسیدلو وخت شاته کول
  • د غذایې  توکو ساتنه د ډیر وخت لپاره
  • د میکروبې کیدلو د اندازي یا میزان را کمول
  • د غذایې توکو او بوټو د ویروسونو له منځه وړل
  • د کرنیزو تخمونو اصلاح

نوموړي ریاست د متخصصینو په مرسته د ګاما وړانګې ورکونې دستګاه د نصب په برخه کې د کرنیزو تولیداتو لپاره لومړنې تحقیقات تر سره کړي.

۲ . د ابو د مدیریت لپاره د هستوي انرژۍ کارونه:

د ابو د ښه مدیریت لپاره اړینه ده چې د ابو منابع پیژندل، د ځمکې لاندي اوبو مسیر معلومول، د ځمکې لاندي اوبو عمر او مقدار تعیین، د اوبو د ککړتیا د منبع پیژندنه او داسي نور موارد په اړه باید معلومات تر لاسه شي. په دي برخه کې هستوي او ایزوتوپي تخنیکونه یو له اسانه او دقیقو تخنیکونو څخه دي چې د پورته ذکر شوو موخو لپاره د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې په کار وړل کیږي. د متخصصینو ریاست د هستوي او ایزوتوپې تخنیکونو د کارونې د ترویج او کارول په دریو برخو کې: یو د څیښاک په اوبو کې د راډيواکټیف موادو د غلظت تعین دوهم د ایزوتوپي تخنیکونو په مرسته د اوبو د منابع پیژندنه دریم د ځمکې لاندي اوبو د عمر تعینولو په برخه کې لومړنې تحقیقات تر سره کړي دي.

۳ . په ډول ډول موادو کې لکه خاوره، اوبو، ډبرو او داسي نور کې د اکټویټي مقدار تعین:

د راډیولوژیکې ساتنې نړیوال کمیسیون (NCRP) د ۴۵ ګڼې نشریي په نظر، ډیری خلک د ایونایزونکو وړانګو په واسطه په ناروغیو اخته کیږي. له طبیعي منابعو څخه لکه ځمکه، فضا او داسي نورو په واسته د انسان بدن مضره وړانګې اخلي چې مونږ د هستوي تحلیلي تخنیکونو په کارونې سره له چاپیریال څخه د پیدا کیدونکې وړانګو دوز تعین کولای شو چې په دي توګه له مضره وړانګو څخه د هیوادوالو ساتنه وکړو.

۴ . په طب او صحي چارو کې د هستوي انرژۍ کارونه

په سرطانې ناروغیو د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلي زیاتیږي. افغانستان یو له هغه هیوادونو څخه ده چې په سرطان باندي د اخته  کیدونکو کسانو شمیر مخ په ډیریدو ده. په داسي حال کې چې په پرمختللو صنعتي هیوادونو کې د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره د هستوي انرژي په واسط په خاصو تګلارو سره په پراخه ګچه کار اخستل کیږي. په هیواد کې د هستوي طب تقویت ته اړتیا ورځ تر بلي زیاتیږي، مونږ د بهرنیو مرسته کونکو په خاصه توکه  نړیوال اټومي انرژۍ اژانس او عامي روغتیا وزارت په مرسته  په هیواد کې د سرطانې ناروغیو د تشخیص او درملنې په موخه یو صحي مرکز جوړوو.

۵ . د بریښنا په تولید کې د هستوي انرژۍ کارونه:

د هستوي انرژي د سولیزه کارونه یو له مهمو مواردو څخه ده، هغه فوسیلي منابع چې نور د ختمیدلو په حال کې دي، په داسي حال کې چې ټولنیز او اقتصادي پرمختګ د هستوي انرژۍ کارونه د برېښنا تولید یو له اړینو ضرورتونو او موخو څخه ده. د متخصصینو ریاست ددي موخې لپاره په هیواد کې د هستوي انرژۍ په برخه کې ممکنه طرحې ترتیب کړي او له مربوطه برخو سره یې شریکې کړي دي.

۶ . د خاوري د رطوبت په تعین کې دهستوي ټکنالوژۍ کارول:

له نیمایې ډیري اوبه د ځمکې د خړوبولو په برخه کې په مصرف رسیږي چې دا په یو غټه پیمانه د اوبو ضایعه کول دي. د اوبو د ضایعاتو د کمیدلو لپاره د نباتاتو د ضرورت وړ اوبو مقدار باید تعین شي. هستوي سینسرونه د خاوري د رطوبت لپاره یو له ښو او دقیقو سینسرونو څخه ده چې د متخصصینو ریاست د هستوي سینسرونو د کارونې په برخه کې چې په افغانستان کې د خاوري رطوبت لپاره تعینوې هم لومړنې تحقیقات تر سره کړي دي.