ستراتیژي

د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون ستراتیژي

 د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون، د اټومي انرژي د سوله ییزې کارونې په موخه را مینځ ته شوي ده. دا چې افغانستان یو بې وزله هیواد دی نو دا خبره اړینه ده چې د هیواد په سطحه هر خوځښت د افغانستان د ملي پراختیا د ستراتیژي له سند سره سم باید ترتیب شي. د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د هستوي ټکنالوژۍ د تطبیق پروژې د ملي پراختیا د ستراتیژي په رڼا کې په لاندې برخو باندې کار کوي:

  1. امنیت: د هستوي تروریزم او چاودېدونکيو توکيود خپراوي مخنیوی. کمیسیون به هڅه وکړي، د تشعشع داسې ماشینونه دهیواد په بندرونو کې نصب کړي چې چاودېدونکي توکي وپیژني او د هغو د قاچاق او تروریزم  مخه ونیسي.
  2. اقتصادي پرمختګ: د کرنې په برخه کې په هستوي تګلارو سره د کرنیزو تخمونو اصلاح، دکرنیزو حاصلاتو لوړول او له تولید څخه وروسته بې له سړو خونو څخه د دغو حاصلاتو مصؤون ساتل د اټومي  انرژۍ د عالي کمیسیون له مهمو موخو څخه دي. په دې ترڅ کې کمیسیون د کرنې له وزارت سره په تفاهم د حاصلاتو د لوړوالي او د کرنیزو ناروغیو د کنټرول پروژې پلې کوي. دا چې په دغو برخو کې کافي شمېر مسلکی کسان نشته، نو د کرنې وزارت ځینې کارکونکي د کمیسیون له لارې بهر ته د لازمو زدکړو لپاره لیږل شوي دي.
  3. تغذي: افغانستان د نړۍ یو له هغو بې وزلو هیوادونو څخه دی چې په وګړو کې په تیره بیا په ماشومانو کې د تغذي ستونزه ډیره زیاته ده. نوموړی کمیسیون د عامې روغتیا له وزارت سره په تفاهم یوه پروژه پیل کړې چې په لمړي سر کې غواړي  په هستوي تګلارو سره د مور د شیدو کیفیت لوړ کړي.
  4. طبابت: سرطان هغه ناروغي ده چې هرکال په نړۍ کې په تیره بیا په بې وزلو هیوادونو کې ډیر شمیر انسانان وژني. افغانستان هم یو له هغو بې وزلوهیوادونو څخه دی چې ډیر شمیر وګړي یې هر کال د سرطان د درملنې په موخه ګاونډویو او د سیمې هیوادونو ته ځي او په ملیونونو افغانی په بهر کې لګوي. کمیسیون دې ټکي ته په پام سره په هستوي تګلارو باندې د سرطان د تشخیص او درمنلې لارې چارې لټوي. په دې لړ کې کمیسیون د کابل طبي پوهنتون او عامې روغتیا له وزرات سره په تفاهم کې د کابل پوهنتون ته څیرمه د علی آباد روغتون په سیمه کې د سرطان ددرملنې یو مرکز جوړوي. په دې مرکز کې به له ډیرې پرمخ تللی ټکنالوژيڅخه کار واخیستل شي، د دې مرکز د آلاتو برابرولو او د کدرونو د روزنې لګښت به د نړیوال اټومي آژانس په غاړه وي. د دې مرکز د جوړونې لپاره لمړی باید کدرونه وروزل شي چې په دې برخه کې اوسمهال ۱۵ افغان متخصصین د زدکړو لپاره بهر ته استول شوي دي. د دې مرکز کار به تر هغو پیل نشي تر څو چې دا روزل شوي کدرونه بیرته افغانستان ته رانشي. همدارنګه د هستوي طب په نورو برخو کې هم د عامې روغتیا ۷ افغان ډاکټر ان د زدکړو لپاره بهر ته استول شوي دي.
  5. د ځمکې لاندې او د ځمکې په سر اوبو منجمنت: کمیسیون د ځمکې لاندې او د ځمکې په سر اوبو د منجمنت لپاره یوه پروژه چمتو کړې خو د بیا بیا اړیکو سربیره تر اوسه پورې د انرژي وزارت کوم غبرګون ندی ښودلی.
  6. Regulatory Authority: کمیسیون د یوې داسې ادارې د جوړونې په تکل کې ده چې په ټول افغانستان کې د آیونایزکونکو وړانګو چینې وڅاري، جواز وړکړي او د انتقال او ساتنې لپاره یې کړنلاره جوړه کړي. دا اداره به په هیواد کې د معیاري هستوي فعالیتونو لپاره کار کوي. په دې برخه کې هم ځينې کارپوهان روزل شوي، ځينې تر روزنې لاندي دي او ځيني نور به یې په راتلونکي کې په بیلابیلو پړاونو کې وروزل شي.
  7. په کانونو کې د کار ښه شرایط راوستل: د افغانستان کانونه د هیواد اصلي پانګه ګڼل کیږي خو په دې کانونو کې د تشعشع د حفاظت له اړخه د کار شرایط په نړیوالو معیارونو برابر ندي، په دې ترڅ کې کمیسیون هڅه کوي تر څو د کانونو ټول کار کونکې د تشعشع د حفاظت تر چتر لاندې راولي.
  8. د هستوي بریښنا تولید: هستوي بریښنا تر ټولو ارزانه او دوامداره او چاپیریال ته تر ټولو بې زیانه بریښنا بلل کیږي. کمیسیون د هستوي بریښنا په موخه د یوه هستوي ریکټور په فکر کې ده خو تر اوسه کوم عملی اقدام په دې هکله ندی شوی.