‌‌د پالیسۍ، پلان او نظارت ریاست

‌‌د پالیسۍ، پلان او نظارت ریاستد ملي او نړیوال همکاریو د جلب او اړیکو د تامین په موخه د پلان جوړونې د پالیسیو طرحه کولو او هستوي تکنالوژۍ ته د افغانستان د لاسرسی او ددي ټکنالوژۍ د سولیزي کارونې د هیواد د اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او امنیتي په پرمختګ کې د دي اداري او نړیوال اټومي انرژي اژانس په مرسته، د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ عمومي ریاست په چوکاټ کې د ۱۶ کسه تشکیل سره دا ریاست فعالیت کوي. او دا ریاست په عمومي توګه په لاندي برخو کې فعالیت کوي.

۱. د پالیسیو طرحه، لارښود، تګلاري، کاري میکانیزمونه او ټول هغه تقنینې اسناد چې ددي اداري په کاري ساحي پوري تړاو لري.

۲. د برنامو ترتیب او طرحه، د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ اسټراټیژیک پلان د دولت د اسټراټیژیک پلان سره سم، د هیواد نافذه قوانین، نړیوالو تعهداتو او ښارې ضرورتونه په اساس.

۳. د څارنې سیستم طرح او جوړول د هغوۍ عملي کول او ددي فعالیتونو له ترسره کیدو وروسته ددي سیستم نظارت او ارزیابي کول چې ایا دا فعالیتونه په ښه توګه تر سره شوي

۴. د اداري د برنامو پروګرامونو، اسټراټیژۍ او د پالیسي طرحي په برخه کې څیړنه د دي اداري د کاري حدودو په اساس

۵. د مرسته کونکو نړیوالو سازمانونو سره د اټومي انرژي عالي کیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ د اړیکې او هماهنګۍ رامنځ ته کول

۶. د اداري له ریاستونو او دوهمو واحدونو سره د اړیکو درلودل، دوهمو واحدونو ته د پلان د تطبیق لارښودنه، قوانین او مقررات، د طرحو په منظمه او دوامداره توکه څارنه او ارزیابي، د پالیسیو کامیابه تطبیق او پرمختګ، برنامي، لنډ مهاله پروژي او پلانونه، د اداري د منځ مهاله او اوږد مهاله فعالیتونه د اداري د موخو پا اساس.

۷.  د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اسټراټیژیکو اهدافو، پراختیایې پروژو او پروګرامونو د پرمختګ څارنه او ارزیابي

۸. په اداره کې د معلوماتي مدیریت سیستم رامنځته کول

۹. د اداري د مربوطه فعالیتونو څارنه او ارزیابي او همداراز معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابرول

۱۰. مربوطه رهبري ته د اداري د فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور وړاندي کول

۱۱. د اداري د کارکونکو د ظرفیت لوړونې منظم پلان جوړول

الف. د هستوي قوانینو او میثاقونو طرح

۱. د اټومي انرژي عالي کیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ مربوطه پالیسیو طرح

۲. د تقنینې اسنادو مسئودو طرح او ترتیب او د هغو طی مراحل په مربوطه نهادونو کې

۳. د لارښود، تګلارو، میکانیزمونو، مقررو او ټولو تقنیني اسنادو طرح او جوړول چې د اټومي انرژي عالي کمیسیون له کاري حدودو سره مطابقت ولري

۴. د مربوطه قوانینو او مقررو په مطابقت د حقوقي مشورو وړاندي کول

۵. په اداري چوکاټ کې د پالیسیو د تطبیق ترتیب او طرح

۶. هغه قوانین او پالیسي چې نوي تصویب شوي وي معرفي کول

۷. د هیواد د نافذه قانون سره سم د پروګرامونو او پلانونو د اطمینان حاصلول

۸. د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو کنوانسینونو څخه مطالعه او څارنه د پیښو د مخنوې په موخه

ب. د پلان جوړونې برخه

۱ . د مربوطه واحدونو په مرسته د اداري د اسټراټیژیکو پلانونو طرح او ترتیب

۲ . د عملیاتي پلان طرح او ترتیب د اداري د نتایجو په اساس د اداري د اسټراټیژیکو موخو په مطابق د نورو واحدونو په مرسته نظارت او ارزیابي

۳ . د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ د اسټراټیژیکو اهداف د پیدا کولو په موخه د موثره پروژو او برنامو ترح

۴ . د پلان جوړونې مربوط د فارمټونو طرح او ترتیب

۵ . د چک لیستونو او ټولو هغه معیاري اسنادو د لارښود طرح او ترتیب

۶ . د اداري د پلانونو د طبیق په موخه د منابعو پیژندنه

۷ . د پروګرامونو او پلانونو طرح او مربوطه برخو ته د هماهنګ کونکوو میکانیزمونو رامنځ ته کول

۸. د طرحه شويو پلانونو د تطبیق د طرح کولو میکانیزم

۹. د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ د ټکنالوژۍ د کارونې په برخه کې ګډو موخو ته د لاسرسي په خاطر د د ګټورو او اسټراټیژیکو مشورو وړاندي کول

۱۰. د کامپیوټري شبکو حفاظت، د سیستم د فعالیتونو په اړه د تخنیکي خدمتونو وړاندي کول

۱۱. د تخنیکې ستونزو پیدا کول، د ستونزو حل په فنې توګه او د زده کړیزو پروګرامونو جوړول تر څو په دي برخه کې ستونزي خپلي ټیتي کچې ته راورسو

۱۲. د کامپیوټر کارونکو سره همک ارۍ او لارښونه چې څه ډول کولای شو د نرم افزار او نوي کامپیوټري توکو څخه د اداري د ضرورتونو لپاره کار واخلو

۱۳. د کامپیوټري سیستم د توکو ساتنه او امنیت لپاره د اسټراټیژۍ جوړول

ج.  بهرنې ارتباطات یا NLO   

۱. پیژنده، ګټورو اړیکو رامنځته کول  او همداراز د پروګرامونو او پروژو په برخه کې د هر اړخیزو هڅو تر سره کول، د مرسته کونکو او په خاصه توګه د نړیوال اټومي اژانس سره

۲. د اداري د کارکونکو د ظرفیت ښه کیدو په خاطر د کورنیو او بهرنیو فلوشیپونه او ټرینینګونه که په ملي سطحه وي یا هم نړیواله سطحه

۳. د روزنیزو کورسونو جوړول د هیواد دننه، د اداري متخصصو کارکونکو ته د بهرنیو استادانو په مرسته ټرینینګ ورکول د بهرنیو چارو وزارت په مرسته

۴. د اداري د اسټراټیژیکو اهدافو د لیدلوري په مطابق د ماليي وزارت او اقتصاد وزارت په مرسته

د طرحو وړاندي کول د پروژو او برنامو د تطبیق په برخه کې

۵. د سازمان ملل (Sustainable Development Goals ) د دوامداره پرمختګ او د مربوطه فعالیتونو هماهنګې اهداف په اداره کې

۶.  له ذیدخلو ادارو سره د پروژو د قرارداد په عقد کې د تسهیلاتو او هماهنګې رامنځته کول

۷. د اداري د کارکونکو د ویزو اخستل د پاسپورټ طی مراحل تنظیم او ترتیب په بهرنیو چارو وزارت کې

۸. په هیواد دننه او بهر د اټومي انرژۍ عالي کمیسیون د اجرایئوي او تخصصي بورډ د اړیکو تامینول د چارو د لا پرمختګ پر موخه