د هستوي آزمایشونو د منع معاهدې زده کړه ایز رهنمود

aaehc-af
معاهده منع آزمایش های هستوی(CTBT):

د هستوی ازمایښتونو د منع معاهده څو اړخیزه رسمي معاهده ده، چې د دولتونو تر منځ د هستوي ازمایښتونو په پوره توګه د منع او مخنیوي ( سولیز او غیر سولیز) پکي ځای پر ځای شوي رامنځ ته شوي.

لومړۍ ماده د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده چې غړي هیوادونه سره ژمنه کړي تر څو له هر ډول هستوي ازمایښتونو او هستوي چاودنو څخه پرهیز وکړي. ددي معاهده په اساس غړي هیوادونه سره ژمن شوي دي تر څو له هر ډول هستوي ازمایښتونو څخه په خپل خاوره او قلمرو کې پرهیز وکړي.

د ملل متحد سازمان عمومي مجموعه کې د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده پریکړه لیک (A/RES/50/245) د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر په ۱۰ نیټه تصویب شوي ده.

د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده CTBT د ۱۹۹۶ میلادي کال د سپټمبر په ۲۴ نیټه د امریکا په نیویارک ښار کې د غړي هیوادونو تر منځ لاسلیک شوه. چې په دي سره د هغه کال تر ورستیو پوري ۱۳۸ هیوادونو لاسلیک کړه.

دا معاهده یوه مقدمه ۱۷ مادي یو پروتوکول او دوه ضمایم لري، د یولسمې مادي په اساس د هستوي ازمایښتونو د منع معاهده به تر لازم وخت پوري د هیوادونو پر مخ خلاصه وي تر څو یې لاسلیک کړي.

نور معلومات له دي ځایه تر لاسه کولای شي.