دافغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون او کابل پوهنتون د فزیک پوهنځۍ تر منځ د علمي او څیړنیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو
د علمي، څیړنیزو او تخنیکې همکاریو د ډیروالي په موخه د کابل پوهنتون فزیک پوهنځی د یو اکاډمیک او څیړنیز بنسټ په توګه او د هستوي انرژي اداره (اټومي انرژي عالي کمیسیون) د یو څیړنیز او تخنیکې بنسټ په توګه د فرهنګې، زده کړیز او څیړنیزي توسعي په موخه د متخصصینو، محصلینو او علمي نابغه و تر منځ د علمي او څیړنیزو همکاریو د لا ښه والې په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ. چې ددي هوکړه لیک موخه له یو بل سره د ګډو اهدافو لپاره د علمي، انساني او لابراتواري امکاناتو شریکول دي.