د اجراتو ارزونې نوی طرزالعمل دوه ورځنی روزنیز پروګرام
د افغانستان د هستوی انرژۍ اداري د بشري سرچینو امریت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون په مرسته د سلواغې میاشت په ۲۷ او ۲۸ د هستوي انرژۍ اداري کارکونکو ته ددي اداري په تالار کې (د اجراتو ارزونې نوي طرزالعمل) تر عنوان لاندي روزنیز پروګرام وړاندي کړ.
د پروګرام په پیل کې د هستوي انرژۍ ادراي د بشري سرچینو امر ښاغلي محمد عارف عارفی د ملکي خدمتونو د کارکونکو د کاري چارو د اجراتو د ارزونې د اهمیت په اړه او همداراز د اجراتو د لا ښه توب په موخه ګډونوالو ته خبري وکړي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون کارپوه اغلې مزاري جبران د اجراتو ارزونې تګلاره، د پلان ترتیبول او راپور په اړه چې په نوي فارمټ کې جوړ شوي د پرزینټیشن له لاري ګډونوالو ته وړاندي کړل چې په پای کې ګډونوالو په ګروپې ډول د کاري پلان په ترتیب او کاري اجراتو راپور باندي عملي کار وکړو.