د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ په عمومي ریاست کې د قرآن عظیم الشان د ختم پرګرام تر سره شو.
د روژي مبارکي میاشتي او د قران کریم د نزول د ورستۍ لسیزي په مناسبت نن شنبه د ۱۳۹۸ کال د جوزا په ۱۱ د اټومي انرژي عالي کمیسیون په تالار کې ختم تر سره شو.
په دي پروګرام کې د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجراییوي او تخصصي بورډ عمومي رییس ښاغلي طاهر شاران، د دي اداري معاون ښاغلي زاهدالله زاهد، ریسانو او کارکونکو ګډون درلود.
د قران کریم د ختم په پای کې ګډونوالو د روژي په مبارکه میاشت کې د قران عظیم الشان د اهمیت او ارزشونو، په خاصه توګه د قران کریم د نزول خبري وکړي او په هیواد کې د ورستیو پیښو قربانیانو ته، همداراز د دایمي سولي او ثبات لپاره دوعاګانې وکړي.