د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون لوړپوړو چارواکو او کارکونکو ته د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د ډیروالي پالیسۍ په اړه پریزنټیشن وړاندي شو

aaehc-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۰:۳۲
د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون لوړپوړو چارواکو او کارکونکو ته د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د ډیروالي پالیسۍ په اړه پریزنټیشن وړاندي شو

دا پریزیټیشن د ښځو له حقوقو څخه د حمایت امرې عزیزه بزګر له خوا د ۱۳۹۸/۴/۱۶ نیټي باندي د ملکي خدمتونو د کارکونکو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون ډیروالی پالیسۍ په اړه وړاندي شوو.

اغلي بزګر په دي پروګرام کې د ستونزو په پیژندګولۍ، د ګمارنې مراحل، په کلیدي بستونو کې د ښځو ځای پرځای کول، ظرفیت جوړونه، د کار په محل کې د اطمینان رامنځ ته کول او له بیلا بیلو ادارو سره د اړیکو په جوړولو باندي خبري وکړي.

د وضعیت ارزونه او د ستونزو پیژندني په اړه: په مربوطه وزارتونو او ادارو کې د ښځو د وضعیت ارزونه، د پالیسیو پوري تړلي مواردو پیژندنه، د بست د تفکیک په اساس په ادارو کې د ښځو د ارقامو دقیق تعیین، د انکشافي پالیسۍ په مرسته د اداري په سطحه په خاصه توګه نارینه کارکونکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو جوړول معلومات وړاندي شول.

د انکشافي پالیسۍ اصل موخه: ښځو ته د ممکنه سهولتونو برابرول، د مصئون کاري چاپیریال جوړول، په ملکي خدمتونو کې د ښځو د ګډون د ډیروالې تشویق چې د وزارتونو او نورو ادارو د خالي بستونو د پیژندلو په برخه کې، عامه پوهاوی او د جندر له نظره د بشري سرچینو د ګمارنې یا استخدام پلان ترتیب دی.

د ګمارنې په دي پالیسۍ کې، د وزارتونو او دولتي ادارو په تشکیل کې د ښځو د ګمارنې ډیروالې په موخه ددي پالیسۍ په اساس په ازموینه کې ښځینه کاندیدي ته (۵) نمري د امتیاز په توګه ورکول کیږي تر څو د ملکي خدمتونو په تشکیل کې دا هر څه د ښځو د تشویق لپاره ورکول کیږي چې په دي اړه د مناسبه فضا په رامنځته کولو کې (له ذهنې او روانې فشارونو لري د یوي دوستانه فضا رامنځته کول) په اړه معلومات وکړل.

د پروګرام په دي برخه کې د افغانستان د اټومي انرژي عالي کمیسیون د اجرائیوي او تخصصي بورډ عمومي رئیس ښاغلي ډاکتر طاهر شاران هم په دي اداري کې ښځینه کارکونکو ته د کاري فرصتونو برابرولو ژمنه وکړه او ددي تر څنګ یې د کارکونکو د ګمارنې په برخه کې د کمیت پر ځای په کیفیت باندي ټینګار وکړو او وویل چې له دي لاري مونږ کولای شو له نړۍ سره ځان برابر کړو او په راتلونکې کې په یوه سمه لار انتخاب کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته