د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې د پالیسي، پلان او نظارت ریئس امان الله شفق معرفت غونډه

aaehc-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۴:۵۱
shafaq

د غبرګولې ۱۶ د یک شنبې په ورځ د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې د سرپرست او معاون ښاغلي زاهدالله زاهد، د لوی څارنوالۍ د پلان او پالیسي رئیس نقیب الله عبیدي، رئیسانو، امرینو، میلمنو او د هستوي انرژۍ ادارې د کارکونکو په شتون کې امان الله شفق د هستوي انرژۍ ادارې د پالیسي، پلان او نظارت د رئیس په توګه ګډونوالو ته ور وپیژندل شوو.

دا غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو پیل شوه، په پیل کې د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست او معاون زاهدالله زاهد خبري وکړې. ښاغلي زاهد په یاده غوڼده کې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ترڅنګ یې د پالیسي، پلان او نظارت رئیس ته د نوي مسؤلیت  مبارکې ورکړه او له ښاغلي شفق څخه یې د هستوي انرژۍ ادارې د پالیسی، پلان او نظارت په برخه کې د ښو فعالیتونو او همکارۍ غوښتنه وکړه. په یاده غوڼده کې د پالیسي، پلان او نظارت پخوانې سرپرست رئیس بشیر احمد احمدزي کړنې د ستاینلیک په ورکولو سره  وستایل شوي. 

ښاغلي زاهدالله زاهد د پالیسي، پلان او نظارت له نوي پیژندل شوي رئیس ښاغلي شفق څخه غوښتنه وکړه چې یاد موقعیت ته د مسؤلیت پیژندنې او هیواد پالنې له اړخه وګوري، هڅه وکړې تر څو د ادارې په ښه والې او خلکو او هیواد ته په صادقانه توګه کار وکړي. او زیاته یې کړه د هستوي انرژۍ ادارې د پلانونو او پالیسیو، له ملي او نړیوال سازمانونو، اداراتو او موسساتو سره ښې اړیکې رامنځ ته کړي. ښاغلي زاهد وویل د هستوي انرژۍ اداره د کاري ساحې او فعالیتونو له نظره، یو علمي او تخنیکي بنسټ دی نو په همدي اساس دا ریاست ددي اداري یو له اساسي او پالیسي جوړونکو ریاستونو څخه ګڼل کیږي. ښاغلي زاهد ددي ادارې له ټولو کارپوهانو، متخصصینو او کارکونکو څخه غوښتنه وکړه تر څو د پالیسي، پلان او نظارت له نوي ګمارل شوي رئیس سره د یادي ادارې په چارو او پلانونو کې مرسته وکړي او د یو بل په همکارۍ د مشخصو اهدافو په برخه کې کار وکړي.

ددي غوڼدې په پای کې د پالیسي، پلان او نظارت رئیس ښاغلي امان الله شفق خبرې وکړي او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې د رهبرۍ  له اعتماد څخه په مننې سره وعده وکړه چې په ټولو چارو کې به خپل زیار باسي.

د ویلو ده چې ښاغلی شفق د هندوستان هیواد د پنجاب پوهنتون څخه په اداره عامه کې ماسټري لري او همدارنګه په دولتي او نړیوالو ادارو کې په بیلا بیلو برخو کې لس کلنه کارې تجربه لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته