د ختيځ زون هستوي انرژۍ امريت مسؤلينو د لغمان ولایت له والي سره لیدنه تر سره کړه

aaehc-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۱:۵۳
د ختيځ زون هستوي انرژۍ امريت مسؤلينو د لغمان ولایت له والي سره لیدنه تر سره کړه

د ختيخ زون هستوي انرژۍ اداري کارکونکو له خپل کاري پلان سره سم د لغمان له والي رحمت الله یارمل سره ولیدل او په لغمان ولایت کې یې د هستوي انرژۍ اداري د فعالیتونو په اړه خبري وکړي.

په دي لیدنه کې د ختیځ زون د هستوي انرژۍ اداري امر ښاغلي زاهدالله زاهد د هستوي انرژۍ اداري په اړه معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چې یاده اداره ټول هغه ایونایزونکې فعالیتونه چې په ختیځ زون کې ترسره کیږي د څار او کنټرول مسئولیت په غاړه لري.

ښاغلي زاهدالله زاهد زیاته کړه په یاد زون کې د ناقانونه راډیواکټیف توکو د انتقال مخنیوی، د کانونو استخراج، بي سرپرسته راډیواکټیف توکي او منابعو څار او کنټرول او له مضره وړاندګو څخه د مخنیوي په برخه کې کار کوي.

ښاغلي زاهد وویل: دوی غواړي ټولو هغو ادارو او روغتونونو کارکونکو ته څو ورځنې روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او همداراز د ټولو روغتونونو هغه دستګاوي چې ایونایزونکي وړانګي خپروي سروي کړي.

په پای کې د لغمان والي رحمت الله يارمل د ځتيخ زون د هستوي انرژۍ امريت له هڅو مننه وکړه او په چارو کې یې ورته د هر اړخېزې مرستې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د افغانستان د هستوي انرژۍ اداره کې د ملکي خدمتونو په چوکاټ کې د ښځو د ګډون د پالیسۍ تر عنوان لاندي پریزنټیشن وړاندي شو

یاده پروګرام کې د افغانستان د هستوي انرژۍ ادارې سرپرست رئیس او معاون ښاغلي ذاهدالله ذاهد، رئیسانو، امرینو او کارکونکو ګډون درلود.

دا پریزیټیشن د هستوي انرژۍ ادارې د جندر امرې اغلې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

د قرارداد ورکولو اطلاعیه

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې  دوهمې ۲ فقرې په اساس ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د هستوي انرژۍ اداره په نظر کې لري تر څو د ۱۴۰۰ مالي کال لپاره د (۶۱) قلمه قرطاسیه بابو د پیر قرارداد، چې د an. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۰:۴۰
Background image

د محمد روف اګاه د یو کلن علمي او تخنیکي کاري سفر راپور

د نړیوالې اټومي انرژۍ اژانس او د افغانستان د هستوي انرژۍ ادراې لخوا په ایران هیواد کې د تهران پوهنتون او د امام خمیني د سرطان روغتون په انسټیټوټ کې چې په تهران کې موقعیت لري د ۱۳۹۸/۱۱. . .

بېرته خبرونه ته