د راډيواکټیف توکو فزیکي خوندیتوب او امنیت سیمینار
له وړانګو څخه د ځان ساتني امر ښاغلي محمد ابوبکر ستوری د راډیواکتیف توکو د فزیکي خوندیتوب او امنیت تر عنوان لاندي د اټومي انرژي عالي کمیسیون په اداره کې سیمینار وړاندي کړ.
په دي سیمینار کې د اټومي انرژي عالي کمیسیون د کارکونکو په ګډون د ابو او بریښنا وزارت، دعامي روغتیا وزارت، د کرني او مالدارۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت، د چاپیریال ساتني اداره، کابل پوهنتون او د ملي امنیت عمومي ریاست کارکونکو هم ګډون درلود.
په دي پروګرام کې د راډیواکټیف توکو فزیکي خوندیتوب او امنیت په اړه چې ددي سیمینار مهمه برخه وه پوره معلومات ورکړل شول.